The news is by your side.

د بشري حقونو د څار سازمان: تالبان د افغانانو له هوساینې سره لېوالیتا نه لري

خبریال وېبپاڼه: د بشری حقونو د څار سازمان، افغانستان په اړه پخپل تازه راپور کې ویلي، چې تالبانو په خپلو کړنو سره ثابته کړې، چې دوی د یوه ملت په توګه، د دغه هېواد د خلکو له هوساینې سره هېڅ ډول لېوالتیا نه لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د نوي تعلیمي کال د پیل او د نجونو د ښوونځیو د دروازو نه پرانستل کېدو په تړاو، د تالبانو په اړه چمتو شوی راپور پرون خپور شو.

په دغه راپور کې چې د وري په پنځمه د افغان نجونو او نړۍ لپاره، د خواشینۍ د ورځې په توګه یاده شوې ده او ویل شوي چې د نجونو پر زده کړو د تالبانو د بندیز په لرې کولو کې، د نړۍ ناکامیدل، د افغان نجونو لپاره خواشینونکي ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: «د تالبانو د درواغو بهانې، درواغو او ناکامو ژمنو له امله، د افغانستان نجونې خپلې هیلې او د خپل ژوند غوره کلونه له لاسه ورکوي.»

د بشري حقونو د دفاع دغه نړیوال سازمان، له تالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې د ښځو پر ضد خپله تګلاره بدله کړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیزي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې، بیاځل د نړۍ له مشرانو غوښتل شوي، چې د تالبانو پر وړاندې د معقولو کړنو پر بنسټ، خپل سمدستي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تالبانو له خوا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پر تړلو ۵۵۰ ورځې تېرې شوې دي.

Comments are closed.