The news is by your side.

ترکیې ۶۰۰ شاوخوا افغان کډوال له دغه هېواده واېستل

خبریال وېبپاڼه: ترکیې اعلان کړی، چې د ۵۹۸ افغانانو په ګډون یې (۲۰۱۸) ناقانونه کډوال له هېواده اېستلی دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې اعلان وکړ چې دغه کسان په تیره اونۍ کې، له دغه هیواده اېستل شوي دي.

ددې اعلامیې پر بنسټ، د مارچ له ۱۷ مې تر ۲۳ پورې د ترکیې پولیسو په ټول هېواد کې، (۲۵۲۷) ناقانونه کډوال نیولي دي.

په شړل شویو کسانو کې(۵۹۸) افغانان، (۳۸) پاکستانیان او (۱۳۸۲) نور یې د نورو هېوادونو ول، چې د هغه هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ لمریزکال له پیل راهیسې، د اخراج شویو کډوالو ټولټال شمېر(۲۴۲۸۷) تنو ته رسېدلی دی.

د ترکیې د کډوالو ادارې په خپل راپور کې ویلي چې تیر کال څه باندې (۱۲۴۴۴۱) تنه ناقانونه کډوال له دغه هیواده شړل شوي دي.

ترکیه دا مهال د (۳.۹) میلیونو پناه غوښتونکو کوربه دی، چې په نړۍ کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی شمېر دی.

له دې جملې څخه (۳.۶) میلیونه تنه یې له سوریې او (۳۲۰) زره تنه یې له افغانستان او نورو هېوادونو دي.

Comments are closed.