The news is by your side.

تالبانو په کابل کې د ښځو لاريون ګډوډ کړ

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ یو شمېر غړي وايي، چې تالبانو د دغه غورځنګ هغه مظاهره چې په کابل کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اعتراض کې پیل کړې وه ګډ وډه کړه.

دغه لاريون نن د کابل ښار په لوېديځ کې د دشت برچي په سيمه کې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ د غړو له خوا پيل شوی و.

د دغه حرکت يو غړې وايي، چې د دوى لاريون د کابل ښار د پل سوخته له سيمې پيل شوى او تر دشت برچي پورې يې دوام کړى دى.

د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ د دغې غړې په وینا، تالبانو په دې سیمه کې مظاهره کوونکې ښځې محاصره کړې او هغوی ته یې ګواښونه او سپکاوی وکړو.

ویل کیږي، چې تالبانو د ښځینه پولیسو په نومولو او پر وړاندې یې د وسلو په پورته کولو سره ښځو مظاهره چیانو ته ګواښ کړی، چې د دې ډلې پر وړاندې غږ پورته نه کړي او په دې توګه یې ښځې لرې کړي دي.

د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، څه باندې یو نیم کال کېږي چې افغان نجونې د تالبانو له خوا د ښوونځیو د دروازو په تړلو سره له رواني او احساساتي کړاو سره مخ دي.

په ورته وخت کې تالبانو د نوي تعلیمي کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ په نه خلاصولو سره ښوونځیو ته د ښځینه زده کوونکو د راستنیدو هیلې په نا امیدۍ بدلې کړې دي.

Comments are closed.