The news is by your side.

کرېکټ بورډ له پاکستان د لوبلړۍ د ګټلو له امله لوبغاړو ته جائزې ورکوي

افغان کرېکټ ملي لوبډلې پرون شپه د پاکستان ملي لوبډلې ته د شل اوريزې لوبلړۍ په دويمه لوبه کې په اتو ویکټو ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم ثبت کړه.

د لوبې له ګټلو څو ساعتونه وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د دغې لوبې د ګټلو له امله لوبغاړي نازولي او جائزې ورکوي.

د کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف په يو وېډيو کې ويلي نن به ټولو هغو لوبغاړو نه چې په بګواد کې يې نومونه دي او په ميدان کې اوسېدلي د جائزې په توګه يو-يو آيفون او ۳-۳ زره ډالر ورکړي.

همدارنګه يې ريزرف لوبغاړو ته يې ۲-۲ زره او مديريتي سټف ته يې زذ-زر ډالر جائزه اعلان کړه.

افغانستان د لومړي ځل لپاره د پاکستان سره د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ولوبوله او د لوبلړۍ دوه لوبې يې ترې ډېرې خوندوری وګټلې.

د لوبلړۍ د ګټلو له امله په لر او بر وطن کې او بهر مېشتو افغانانو خپله خوښي په ډزو، نڅا او اتڼونو وکړه.

له پاکستان د لوبو د ګټلو په پار د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم په ټوېټر د لر او بر ټولو افغانانو ته مبارکي ويلي.

له پاکستان د لوبو ګټلو په ټوېټر کې هم ډیر شور جوړ کړی او د کرېکټ پخوانيو مخکښو لوبغاړو او شننونکو پرې ښې تبصرې کړي او د افغان لوبډلې هڅه او وړتيا يې ستايلې.

له بلې د پاکستان لوبغاړي خفه دي چې له افغانستان يې لومړۍ لوبلړۍ وبايلله او په څنګ کې يې مينه وال هم پرې غوسه دي چې دا ځل يې هېڅ ښې لوبې ونه شوې کولی.

د يادونې وړ ده چې نن د لوبلړۍ وروستۍ دريمه لوبه کيږي خو لوبلړۍ او ټرافي له وړاندې افغان لوبډلې وګټله.

Comments are closed.

koi finance