The news is by your side.

بشر حقونو خپلواک کمېسیون: طالبان دې له زندانه ژر تر ژره مدني، فرهنګي او تعلیمي فعالان خوشې کړي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو له منګولو څخه د مدني، فرهنګي او تعلیمي فعالانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې ده.

دغه کمیسیون په یوه پیغام کې د بخښنې نړیوال سازمان د کلني راپور هرکلی کړی، چې په تېر کال کې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې په کې منعکس شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د بښنې نړیوال سازمان دغه راپور په داسې حال کې خپور کړی چې زکریا اصولي، رسول پارسي، نرګس سادات، موسی شاهین، مرتضی بهبودي، سید محمد حسیني، مطیع الله ویسا او یو شمېر نور مدني، فرهنګي او تعلیمي فعالان د طالبانو په زندانونو کې دي او د دوی د برخلیک په اړه هیڅ خبر نشته.

د دغه کمېسیون په پیغام کې راغلي، چې نړیواله ټولنه باید د ښځو دردناک وضعیت، د زده کړو پر حق محدودیتونه، د ملکي وګړو وژل، د تېر حکومت د سرتېرو سره ناوړه وضعیت او د طالبانو له لورې د ساحوي محکمو جوړېدل، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه او په افغانستان کې د توکمیزو او مذهبي لږکیو د ناوړه وضعیت په اړه باید له طالبانو پوښتنه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي څو هغوی د بشري حقونو د درناوي لپاره د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د يادونې وړ ده، چې د بښنې نړيوال سازمان په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان او ايران په ګډون په ۱۵۶ هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه راپور تېره اوونۍ خپور کړ.

Comments are closed.

koi finance