The news is by your side.

طالبانو د “ډوډۍ او کار” په پروژه کې د ښځو د کار مخه ونیوله

خبریال وېبپاڼه: په کابل کې د “ډوډۍ او کار” پروژې مسوولین وايي، طالبانو د دې پروژې د ښځینه کارکوونکو مخه نیولې، چې پر بې وزلو د مرستو د وېش په برخه کې کار کوي.

د دې پروژې مسوولینو خبریال وېبپاڼې ته وویل: «طالبانو د ډوډۍ او کار پروژه کې د ښځو د کار مخه ونیوله. دوی څو څو ځله یاد دفتر وتړلو، په دې پلمه چې د ښځو لپاره کار بند دی، د ښځو مسوولیت څوک پر غاړه اخلي.»

دوی وايي “موږ ښځې له خپلو محرمو سره استخدام کړې دي؛ خو اوس طالبانو بیا یې د کار مخه نیولې او ښځو ته یې هم اجازه نه ورکوله چې له خپلو محرمو سره کار وکړي.»

د یادې ادارې چارواکي زیاتوي، چې د دې پروژې له جوړېدو یې موخه ښځو ته د کار اسانتیا برابرول او همدارنګه پر اړمنو کسانو د وړیا ډوډۍ وېشل وو.

د دوی په خبره، د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۳۰۰ مېرمنې په کار بوختې وې او اسلامي حجاب به یې اغوستی و، خو اوس د طالبانو له لوري یې مخه ونېول شوه.

د ” ډوډۍ او کار” ټولنې مشر نجیب الله برهاني په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په کابل کې یې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره ناسته درلوده، خو په دې غونډه کې د ښځو د ونډې په اړه یې د دغې ډلې تایید ترلاسه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څو میاشتو راهیسې په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

وروسته له دې چې دغې ډلې پر افغانستان واکمني شروع کړه، د ښځو پر ټولنیز ژوند یې ډېر محدودیتونه ولګول.

Comments are closed.

koi finance