The news is by your side.

بلوچستان کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي

خبریال وېبپاڼه: نامعلومو وسله والو د بلوچستان ایالت په کېچ ولسوالۍ کې څلور پاکستاني پوځیان وژلي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د یاد هېواد د پوځ په حواله خبر ورکړی چې دا برید له ایران سره د دغه هېواد پولې ته نږدې د یو شمېر وسله والو کسانو له لوري هغه وخت شوی چې د دوی سرتیري پر ګزمه بوخت وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ترهګریز برید د ایران د خاورې له لوري د دوی پر سرتېرو شوی دی.
دوی دا نه دي ویلي، چې برید د ایران له خاورې شوی، که د بلوچستان، خو زیاته کړې یې ده چې دا یو ترهګریز عمل دی.
بل لورته لاهم ایراني چارواکو د پاکستان د حکومت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
سره له دې چې تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی: هلته ډېری وخت دا ډول بریدونه د بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې له لوري ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پښتونخوا په یو شمېر سیمو او بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو پر وړاندې بریدونو تر بل هر وخت زور اخیستی.
که څه هم د پآکستان حکومت د پولو د امنیت لپاره له امریکا څخه د شاوخوا شل میلیونه ډالرو پروژه هم ترلاسه کړې، خو بیا هم لیدل کېږي چې پر دغه هېواد کې بریدونه زیات شوي.

Comments are closed.

koi finance