The news is by your side.

بريتانيا حکومت په يوه اوونۍ کې افغانستان کې د شل کلن ماموريت په اړه راپور ورکوي

خبریال وېبپاڼه: د بریتانیا ولسي جرګې دفاعي کمېټې، د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې د ۲۰۲۳ کال د اپریل تر ۱۰مې پارلمان ته په افغانستان کې له شل کلن ماموریت ترلاسه کړیو زده‌کړو په اړه راپور ورکړي.

د بریتانوي پوځي مطالعاتو ویب پاڼې واول‌روم لیکلي، چې په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور تجربو په اړه، د بریتانیا د حکومت راپور، د بریتانیا د راتلونکو مداخلو لپاره لاره هواروي.

د روان کال فبرورۍ میاشت کې، د برتانیې ولسي جرګې دفاعي کمیټې «له افغانستانه د وتلو» تر نامه لاندې یو راپور خپور کړ، چې په افغانستان کې د برتانیې اوږده او قیمتي مداخله ښيي.

له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې لندن دغه مداخله، له ۲۷ ملیارد پونډو ډیر لګښت لرلای دی.

دغه راپور افغانستان کې د برتانیې د لاس وهنې په اړه «پرانستې، صادقانه او مفصله بیاکتنه» باندې ټینګار شوی دی.

د برتانیې ولسي جرگې ویلي دي، د دې لټه کوي چې ایا لندن په افغانستان کې د خپلې شل کلنې پوځي مداخلې سره جوخته اوږدمهاله سیاسي ستراتیژي درلوده او که نه؟ د افغانستان په هلمند کې د برتانیې د شتون لاملونه څه وو؟ ايا برتانيې په پای کې د وتلو اغېزمن پلان طرح کړی او که نه؟ برتانوي وګړي څومره له دې پروسې خبر ول او په پای کې په افغانستان کې د لندن له دې اوږدمهاله شتون څخه څه لاسته راوړنې درلودې؟

د برتانیې ولسي جرګې دفاعي کمیټې راپور په ډاګه کوي، چې دغه هېواد نشي کولای هغه لګښت چې په افغانستان کړی، هېر او یا یې یوازې پرېنږدي.

معلوم به شي چې ددغه هېواد د ولسي جرګې دفاعي کمېټې د استازو پر وړاندې د برتانیا حکومت څه غبرګون ښیې.

برتانيې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) په چوکاټ کې، شل کاله په افغانستان کې پوځي حضور درلود.

Comments are closed.

koi finance