The news is by your side.

طالبانو په پنجشیر کې د یوه ښوونځي ودانۍ په بمونو الوځولې

خبریال وېبپاڼه: په پنجشیر کې ځایي سرچینې وایی چې طالبانو د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې د «دهن ریوت» د هلکانو د لېسې ودانۍ په بمونو الوځولې ده.

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې طالبانو دغه ښوونځي ودانۍ نن له غرمې مخکې شاوخوا ۹ بجې د ماین په چاودنې سره ویجاړه کړه.

دغه ښوونځی چې پخوا پکې ۷۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت وو، طالبانو په خپل پوځي مرکز بدله کړی وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د ځايي اوسېدونکو د پرله پسې غوښتنو له امله چې ښوونځى د زده کوونکو پر مخ پرانېزي، الوځولی ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیر کال د سلواغي په میاشت کې د پنجشیر په پاریان کې د یوه ښوونځي ودانۍ چې طالبانو د پوځي مرکز په توګه کاروله، د نامعلوم علت له امله اور واخیست.

هغه مهال د سیمې اوسېدونکو په طالبانو د دې ښوونځي د سوځولو تور ولګاوه.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د افغانستان له نيولو راهيسې د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې تر ٤١ زياتو ښوونځيو کې پوځي مرکزونه جوړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، طالب جنګیالیو د تېرو دوو کلونو په ژمي کې د دغو ښوونځیو میزونه او څوکۍ د سون د لرګیو په توګه کارولې.

Comments are closed.

koi finance