The news is by your side.

ارزګان کې طالبانو د پولیسو پر شهیدانو تېزاب پاشلي

خبریال وېب پاڼه/په اروزګان کې طالبانو په هغو شهید شویو سرتېرو باندې تېزاب شیندلي چې دوی ته یې مړي په لاس ورغلي دي.

طالبانو په ارزګان ولایت کې یوه بشري جنایت ته لاس اچولی او د شهید شویو پولیسو پر مړو یې تېزاب شیندلي دي. ویل کېږي وروسته یې له یو شمېر سرتېرو څخه غوږونه او پزې هم پرې کړې او سترګې یې ورڅخه ویستلې دي.

په ارزګان کې د زر بي بي په نوم د یوه شهید سرتېري مور ویلي  ته ویلي چې طالبانو یې زوی لومړی برمته کړی او له وژلو وروسته یې پر جسد باندې تېزاب هم شیندلي دي. نوموړې زیاتوي چې ښایي طالبانو په ژوند هم زیات شکنجه کړی وي خو وایي چې د زوی پر جسد شوی زیاتی یې هره ورځ کړوي.

طالب اورپکو د هېواد په ګوټ ګوټ کې ورته جنایتونه کړي دي. په ارزګان کې د دغه شهید سرتېري مور په چیغو چیغو ژاړي او زیاتوي چې په زوی باندې شوی ظلم یې هره شېبه سترګو ته درېږي. نوموړې چې اوس د خپلو دوو کونډو نګیندو او یتیمو لمسیانو سرپرستي ور د غاړې ده، په ترینکوټ کې په یوه خاورین او نړېدلي کور کې له خپل زوم سره اوسېږي.

نوموړې وایي چې زوی یې له هغو سرتېرو سره یو ځای چې موده مخکې په یوه پوسته کې د طالبانو لخوا نیول شوي وو، وژل شوی او دوی ته ۱۲ ورځې اجازه نه ورکول کېده چې مړی یې خاورو ته وسپاري.

د زر بي بي او ورته نورو شاهدانو غږونه درته د آزادي راډیو په راپ،ر کې موندلای شئ :

د ارزګان ولایت د ځوانانو شورا رییس غلام نبي شجاع هم د دغې پېښې پخلی کوي او زیاتوي چې طالبانو په ډېرو نورو مړو باندې هم تېزاب شیندلي دي. نوموړی زیاتوي چې وړم کال د ترینکوټ ښار یو شمېر سیمه ییز سرتېري چې د جګړې پر مهال طالب اورپکو ته تسلیم شوي هم وو، خو طالبانو لومړی هغوی په ډېر ظلم او شکنجو ووژل او بیا یې یې په لویو لارو کې وغورځول او تېزاب یې پرې وشیندل.

ښاغلی شجاع همداراز وایي چې وسلوالو طالبانو د یو شمېر سرتېرو له وژلو وروسته د هغوی پزې او غوږونه هم پرې کړي او ځینې یې بیا په موټرو پسې تړلي چې مړي یې له پېژندګلوۍ ولوېږي. دوی د ډېری شهید کړو افغان سرتېرو خېټې هم ورباندې څیرې کړې دي او په دوی باندې یې هر ډول ظلم کړی دی.

د ارزګان د ولایتي د بشري حقونو سیمه ییز دفتر هم په دغه ولایت کې پر وژل شویو سرتېرو باندې د طالب اورپکو جنایتونه تائیدوي او زیاتوي چې طالب اورپکو د دغه ولایت په هره سیمه کې پر شهید شویو سرتېرو باندې بېلا بېل جنایتونه او بشري بې حرمتۍ کړې دي.

دیني علماء هم د پر مړو باندې دا ډول تشدد او بې حرمتي د اسلام له مقدس دین سره په ټکر کې بولي او زیاتوي چې دا د ذوالجلال رب د اوامرو خلاف عمل دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.