The news is by your side.

د ایران او افغانستان د ورستۍ پېښي په تړاو وړاندیز

د مهاجرينو او راستنېدونکو د محترم وزارت نننۍ خپره کړې وينا مو ولوستله ښو ټکو ته ېې ګوته نيولې ده په تيره بياد کار د رسمي ويزو په ورکړه کې داسانتياو غوښتنه ېې ډيره سمه او پر ځاى غوښتنه ده چې ښه به وي که ايران د ښه ګاونډيتوب او اسلامي ورورولۍ د يوې خوږې لورينې په ډول دا کاروکړي.
د دې سره به د مهاجرينو او راستنېدونکو د محترم وزارت پام دې ارزښتمن قانوني ټکي ته هم ور واړو چې کاش دا وينا د افغانستان په دواړو ملي او رسمي ژبو، پښتو او دري کې خپره شوى وى او يواځې د دې وزارت دا وينا نه، بلکه ښايي د ټولو وزارتونو او د ټولو دولتي ادارو رسمي وېناوې، اوامر او دکاريزو ارو او قوانينو څلور ليکې تل په دواړو ملي ژبو، پښتو او دري کې خپرې شي په دې ډول به له يوې خوا د هيڅ ژبې ويونکي د خپرې شوې وينا او شوي کار په پوهېدلو کې ستونزه ونه لري او له بلې خوا به په دواړو ملي ژبو کې د کاريزو قوانينو، رسمي چارو، اوامرو او وېناو خپرول، د افغان ملي هويت تر ټولو خوږه، پخه او څرګنده جوتونه وي چې ښايي د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو له خوا دې د يوې درندې قانوني ارې او اصل په ډول پرته له کومې پلمې پلى شي.
ددې تر څنګه به د مهاجرينو او راستنېدونکو د وزارت پام دې ټکي ته هم راواړو چې که چېرته افغان کارګرو حتى په ناقانونه ډول هم ايران ته د اوښتلو هڅه کړى وي نو د انساني عاطفي وړتياو او د دود بشري قوانينو او ارو سره سم د ايران سرحدي ساتونکو او عسکرو ته، دايران دولت د کومو اسلامي او انساني قوانينو له مخې دا اجازه ورکوي چې انسانان دې لومړى د مرګ تر کچې ووهل شي، ودې ځورول شي او بيا دې په سيند لاهو کړل شي؟
دې ايراني ساتونکو به هم روژه نيولې وي او دوى به هم ځان ته د اسلامي ارزښتونو او انساني ژوند ساتونکي او د يوه وياړلي تاريخ لرونکي وايي؟
دوى يواځې د ايران د دولت او ملت دپاره نه بلکه د ټولې انساني ټولنې د ستر ټولنيز ضمير دپاره تر دې جرمه وروسته په يوه کنځله، يو بدرنګه پېغور او يو تور او ناسور تپي اوښتي دي.
داسې کار که افغان سرحدي زواکونه وکړي يا ېې کوي، که ازبک، تاجک، روسي، چينايي او امريکايي سرحدي ساتونکي ېې وکړي او يا ېې بل هر څوک وکړي خو دبخښلو وړ عمل نه دى نه دا ځل او نه په راتلونکي کې، ځکه چې دا يو جرم دى د انسان په وړاندې او يوه ګرمه ده د خداى په وړاندې او د ټولې لوېې انساني ټولنې په وړاندې!
نو ځکه په کلکه له افغان دولته غواړو چې ښايي دا پېښه د ملګرو ملتونو د لارې او د بشري حقونو د نړيوال پېودون Human Rights له خوا پليون او تعقيب شي.
دا کار دايران او افغان وزارتونو تر کچې اخوا په هالېنډ کې د هېګ د نړيوالې محاکمې د لارې د يوه کرغيړن او نا بخښونکي انساني جرم او ګرمې په ډول د څېړنې او تعقيب وړ عمل دى او ښايي افغان دولت او په تيره بيا د باندنيو چارو وزارت او افغان رسنۍ په دې لړ کې هيڅ ډول ناغيړي او غفلت ونه کړي ځکه چې که دا ډول چارې تر رسمي او ډېپلومټيکو تشريفاتي غوښتنو پورې تنګې او محدودې پاتې شوې نو دا به ټوله سيمه او ددې سيمې ټول هيوادونه چې ايران هم ورپه کې دى يو وار بيا نړۍ او نړيوالو ته، د ډېرو سپکو ارزښتونکو او پريوتو قوانينو د لرونکو هيوادونو په توګه وروپېژني. ددې پېښې سمه څېړنه او د پېښې مجرمانو ته د نړيوالو قوانينو سره کلکه سزا به نه يواځې د مظلومو افغان کارګرو د کورنيو غوښتنه پوره کړي بلکه دا به هم څرګنده کړي چې د ايران ولس د يوه ښه ملت په توګه د لوړو نړيوالو انساني ارزښتونو او ارو منونکى ولس دى.

لیکوال : استاد ډاکتر اکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.