The news is by your side.

خبردار! دغه درمل په کرونا اخته کس تر مرګه رسوي

خبريال ډاټکام -د ځيني راپورنو په اساس د ډيګزامتازون درمل خوړل په کرونا اخته کسان لپاره ډير خطر ناک دي او په کرونا ککړ کسان وژلی او تر مرګ کومې رسولای شي.

دغه درمل(ډيګزامتازون) چې د انفولانزا ناروغانو ته ورکول کيږي او د هغوی لپاره ګټور هم تمام شوي. خو په کورنا د ککړو کسانو لپاره سخت خطرناک او دغه ناروغان د مرګ تر بريده رسولای شي.

لکه څنګه چې کرونا( کويډ۱۹) وايروس تر ډيره په بدن کې پټ وي او خپل ځان تر ۱۴ ورځو پوري ښکاره کوي.
احتياط ته په پام سره بايد دغه درمل(ډيکزامتازون) د ځينو نښو نښانو په صوزت کې ونه خوړل شي لکه شديده تبه ، ساه بندي …

د کرونا د مخنوي علمي کمټې تيره شنبه په ډاګه کړه چې په کرنا د اخته کسانو د مرګ کچه د ډيګزا متازون له امله زياته شوي وه.
نو دغې کمټي ددغه درملو خوړل او د ډاکټرانو له خوا د کرونا په وايروس اخته ناروغان ته ورکول ممنوغ اعلان کړ.

دغه کميټه زياتوي ډيګزا متازون په انسانو کې نفس تنګ زياتوي چې کرونا په خپله د نفس تنګۍ لوی عامل دی نو له همدې په کرونا د اخته کسانو د مرګ کچه لوړوي.

د کرونا د مخنوي علمي کميټه زياتوي چې د ډيکزا متازون درمل د انسان مدافعت سيستم کمزوری کوي. نو له همدې د کويډ ۱۹ ويروس ډير ژر او سخت تاثير پرې کولای شي.

دغه کميټه ډاکټرانو ته خبرداری ورکوي چې د کرونا پر مهال او يا ددغه ويروس د ځينو نښو نښانو په صورت کې په هيڅ وجه ډيکزامتازون درمل ناروغانو ته ور نه کړل شي.

او که بيا هم کوم متخصيص ډاکټر ناروغانو ته دغه درمل ورکړ بايد علمي دلايل وړاندي کړي.

کروانا وايروس چې اصلي نوم يې کويد۱۹ دی د تير کال د ډيسمبر له مياشتي را وروسته د چين له اوهان ايالت څخه راپيل او تقريبا ټولې نړۍ ته ورسيد.
چې په ټوله نړۍ کې يې تر ۳۰ ميليونه زيات وکړي نيولي او په زرګونه يې د مرګ تر کومې رسولي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.