The news is by your side.

د ملا محمد عمر مجاهد د رحلت په بهانه !

خبریال ویب پاڼه –  د شپی لږ ناروغ اونارامه وم، اوس مې اندامونه لږ ځمکې ته پریږدي، خو په وجودکې لاهم يو ډول ستوماني احساسوم، د خولې خوندمي يوڅه بدل دی.
له تاسونه ځیني دوستانو د شپي انلاین پیغامونه پري ايښي چې سبا(نن ورځ يې ياده کړې) د میلادي کال د اپریل ۲۳مه د مرحوم امیر د رحلت ورځ وه.
وایي خواخوږي لیکوال په دي ورځ د څه لیکلو دود پالي، نو تاته خو ترنورو زیاته تمه ده.
نه پوهیږم، څه ولیکم؛ څنګه يې ولیکم؛ څوک به يې خپاره کړي اوچیرته يې خپاره کړم!!
دوستانونن به رښتياهم هغه مازیګر راځي چې د دې امت داسې يوه درویش صفته اتل پکې ورستۍ سلګۍ ووهلې، چې د میړانو د تاریخ یو جالب باب يې جوړکړاو بيايې موږته امانت وسپاره.
څنګه چې د طالب غورځنګ پیلامه، هدف ټاکنه اوزړورې اوتاریخي پریکړي ټولې د ملامحمد عمرمجاهد رحمه الله په ذات پوره اړه لري، نوځکه خوماپخپل کتاب کې(درې کاله وړاندي خپورشوی) د طالب غورځنګ ټول تاریخ د مرحوم مشرپه شخصیت راڅرخولای او د نورو افرادو اواشخاصو کمۍ او غلطۍ مې د ملامحمدعمر پرځای بیرته هغوي ته منسوبې کړې، ترڅو د نړۍ د بي انصافه او فرمایشی مورخینودغه تیروتنه اصلاح کړم، چې د طالب غورځنګ د هرتېروتونکي تیروتنه يې د مرحوم مشر ذات او ارادې ته منسوبه کړې.
خو د ملامحمدعمر د ملګرتوب، دوستۍ او قرابت ځینو دعوه کوونکو چې د مرحوم له نومه په ګټه اخیستويې خپل بانکي حسابونه درانه اوماڼۍ دنګې کړې، په دې راسره رخه زیاته کړه چې ولي مي د دوي کمۍ پر درویش صفته مومن مشرملامحمدعمر ورتاوان نکړې!
د داسې خلګو لپاره د مشر رحلت يو فرصت و، ترڅو يې په نوم او هډوکو ځان ته د مال او شخصیت نوی بازار ومومي. ځکه چې د هغه په ژوند به يې کله هم دا ارمان نه وای پوره شوای.

ملګرو ملامحمدعمردومره مسلمان و، چې د مسلمانانو ترمنځ يې دعرب اوعجم توپيرهم نه کاوه او د هغوي دعزت اونفس د ساتنې لپاره يې خپل ځان او واکمني دواړه قرباني ته وړاندي کړل.

ملګرو ملامحمدعمر دومره افغان و چې په ټول ژونديې د چاپه وړاندي د افغاني غرورخلاف خبره ترخولې ونه وتله او د افغانو ترمنځ يې هم توپيرنه کاوه.
د هرې سیمې او هرقوم مسلمان افغانان ورته ټول د يوې کورنۍ وګړې ښکاریدل.
د قوم پرستۍ او سمت پرستي ځینې ناروغان هغه وخت هم په لوړو څوکیو کې وو. خو دا هرڅه يې په پټه کول، هغه مهال په طالب غورځنګ کې قوم پرستي او سمت پرستي يوښکاره عیب او دشرم وړ عمل و، چې له بده مرغه اوس يې ځینې ښکاره کوي او افتخارهم پرې کوي.
د دوهم امیرشهید ملا اخترمحمد منصور سره د بیعت په ورځو کې مي د خلګو په مهمانخانواوجوماتونو کې د ځينوطالب چارواکوترمنځ د قومونو په نامه غونډې په لومړي ځل ولیدې.
يوه سیمیز طالب چارواکې ته د خپل قوم ملګرو د همدې قوم د پهلوان لقب ورکړی و!
د دغه مشر مبارزه دا وه چې په خپل ولایت کې د کوچيانومخه ونیسي!
زماګمان اول دا و، چې ښايي هدف به يې دا د کیږديو موسمي کډوال کوچیان وي، خو وروسته خبرشوم چې نه داسي نه ده، بلکې هرهغه څوک چې د ده له قوم سره په دې ولایت کې اړه نلري، اکثره يې د ده په ترمینالوژي کې کوچیان نومول شوي. انا لله وانا الیه راجعون.
دا ډول خلګوبه ضرور په مدرسوکې له استادانو نه د قومي عصبیت په اړه صریح نصوص لوستلي وي، په دې به هم خبر وي چې په قومي عصبیت جهاد اوحتی مرګ هم خرابيږي..
د اسلام حق یوازي په ریاکارو کړو وړو او اوږدو استنجاوو نه اداکیږي! الله دي ټولو ته هدایت نصیب کړي!
ځیني ستري بې دینۍ خلګو عادي ګرځولې.
د صحیح مسلم اوصحیح البخاري په يوه روایت کې قومي تعصب ته مرداري ویل شوې، بل حدیث کې په جهادکې د قومي تعصب کوونکو مرګ هم خراب بلل شوي.
نورمتعددو قراني نصوصو او نبوي حدیثوکې قومي تعصب ناروا او د اسلام منافي عمل ګڼل شوی.
په دي اتفاقي مسئله کې زه ځان پوره نصوصو او احکامو بیانولو ته اړ نه ګڼم.
ملامحمدعمر رحمه الله له دې عمل نه الله پاک ساتلی و او له داسي خلګويې کرکه کوله.
الحمدالله اوس هم اکثره مهم مشران الله له دې ناروغۍ نه ساتلي.
د امارت د واکمني په وخت کې هم په ناڅرګند ډول دا کیسې وي، يوځل يي په اړه امیرالمومنين پیغام هم خپورکړاو دا پيشګويي يې هم کړې وه، چې دا عمل به د نظام د ختمیدو باعث ګرځي.

ملګرو ملامحمدعمرمجاهد د نظام اصولو ته دومره ژمن او د خپل سره حرکتونواو د نظام په اموروکې د خپلوي پالنودومره مخالف و، چې يوځل چې په يوه هیوادکې د امارت د روغتیا د چارو څانګه وه او د غورځنګ اړوند ناروغان به يې هم هغلته په بل هيوادکې تداوي کول.
د ملامحمد عمر اوښي(اخشي) د هغه والده له ځان سره د تداوی لپاره بولې وه.
ملامحمدعمرته والده ډیره زیاته ګرانه وه.
خو دغه چارواکې د ملامحمد عمر د والدې په تداوي کې له مرستې انکار کړی و.
د ملامحمد عمر اوښي کندهارته له راغبرګیدو وروسته ملاصیب ته له مبالغي ډک شکایت وکړ.
ملاصیب د خپلې والدي د احترام اوتسلې په موخه دا چارواکی کندهارته ور وغوښت. کله چې هغه حاضرشو ملامحمدعمر ورنه جریان وپوښته. چارواکي وویل چې د مشرتابه لایحه همدا وايي، چې له رسمي مکتوبه پرته دي څوک نه تداوي کیږي.
ملاصیب دغه چارواکي ته افرین وویل اوله يوڅه مودي وروسته يې د وزارت څوکۍ ته لوړ کړ(دا چارواکی اوس هم ژوندی دی).
او اوښی يې په دي ملامت کړ چې له رسمي جریانه پرته ولي ورغلی وې!
ملامحمد عمرهمداسي مومن صفته قوماندانان او چارواکي هم لرل چې نن اکثره د مرحوم مشرپه څېرترخاورو لاندي دي او له نیکه مرغه ځیني لا ژوندي او فعاله دي.
د مرحوم مشر ترڅنګ ملا محمداخوند، ملابورجان اخوند، ملامحمد رباني(حاجي معاون) رحمه الله، مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله، ملا یارمحمد اخوند، عزیزخان حقاني، مولوي احسان الله احسان، شهید ملاعبیدالله تقبله الله، شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله، قاری احمدالله، شهید سیف الرحمن منصور اولسګونه نورد میړاني او حقانیت نموني نن زموږ منځ کې نشته.
خو الحمدالله په ژوندیوکې داسي څیري شته چې په میړانه او اخلاص يې دا کاروان لاهم د امیدونو منزل ته په لاره ده.
خدای دي وکړي، چې خبره رانه په بله لاړه نشي، دلته باید يوه یادونه وکړم چې زه په طالبانو کې د غیر دیني محافظه کاري پلوی نه يم، طالبان بايد د صحابه وو سنت عملی کړي او د د اخلي ناخوالو په وړاندي نقد او نیوکې وزغمي.
چې د عمرفاروق رضی الله عنه په وړاندي يو کشر صحابي دریدلای شي او ورته وايي چې که زما د شک او انديښنې ځواب او قناعت رانکړې نو زه دي نه طاعت کوم اونه دي خبري اورم.
نوموږ بيا څوک يو چې ځان راته پوره ښکاري!
که د يو او بل له ویرې په ښکاره غلطیو او ځیني جنایاتو سترګې پټوو نودا بیا د مومن شان او د اسلام داعیه نه ده.
دا بیا د مستبدو اودیکتاتورو حاکمانو دود دی.
د بیلګي په توګه د دښمن له کړيو سره اړیکي پالل يوه اصولي سرغړونه ده چې باید نقدشي.
همدا اوس د طالب غورځنګ دننه د ځیني چارواکو لخوا تسلیم شويو طالبانو اودولتي غړو سره د شخصي یارانې او قوم پرستي مزې د دي تحریک غړو اومشرتابه ته يوبل خطراو ناورین دی!
چې لايې هم څوک جدی نه ګڼي، زما په څیر نقادانوته يوه ستونزهمداده چې د تسلیم شوی طالبانو د ملامتولو پرسرهم د تحریک له دننه غاښونه راته چیچل کیږي.
بل خوا د فرهنګي اوسیاسي کمیسیون په چوکاټونو کې يوه مرموزه جاسوسي له کلونو راهیسي دوام لري.
دلته باید دا سپيناوی وکړم چې زه نه دا وخت کوم فعال طالب يم اونه هم له کوم طالب مشرسره اړيکه لرم، خو د يوه خپلواک مسلمان افغان په توګه د روان خارجي اشغال مخالفت او دښمني مي ټول عمرخپله فریضه ګڼلي.
د اشغال لاس پوڅواواستازوته يو انچ سرکوزول هم د ايمان منافي ګڼم.
ترټولومي له هغه شیخه، ملا اوطالبه ډيره کرکه ده، چې د اشغال په لمن کې له دولتي چارواکو سره په ناسته پاسته او دوستي نه شرميږي.
د دغو ملایانو، شیخانو اوطالبانو مثال د هغو ضمیرفروشوجاسوسانودی، چې کله د اسلامي خلافت پلازمينه بغداد د هلاکوکان لښکرو لوټ کړ او د مسلمانانو واړه اوزاړه د هلاکوخان له لښکرو په سمڅو کې پټ وو، نو دغوجاسوسانو به د ملایانوپه بڼه اود تاتاريانو په غوښتنه هرځای اذانونه کول، ترڅو پټ شوي مسلمانان دا ذان په اوريدو له سمڅو را ووزي اوتاتاريان يې ترتیغ تېرکړي.
نوځکه زما ترټولوزياته کرکه له هغه کرغیړن ږیروراوپکړۍ پرسر، شيخ او ملا نه ده چې د اشغال ترسيوري لاندي د لاس پوڅوپه دوستي کې ماته د وطن پرستي اوافغانیت ډول غږوي اويا ځینې يې د دیني موادو اونشراتو په تش بزنیس ځان مسلمان داعي هم تراشي..
په دې مې هم کلک باوردی چې د دې اشغال په وړاندي د طالب مقاومت تردې دمه هيڅ بديل نه لري، سره له ټولو کميود طالبانوتحريک يا اسلامي امارت په افغانستان کې تربل هر اسلامي خوځښت وړاندي اوغوره ګڼم.
خوهغه کمۍ اوڅرګندعيبونه چې زه يې وینم او يا پرې خبريم اوزماپري يقين وي، نو خوله پرې پټول راته ګناښکاري.
کله چې زما اندیښنه لوړو مقاماتو ته نه رسیږي، نوپه محتاط ډول د عام نشرولو فتوايې هم راسره ده اوضمیرمي هم پرې مطمئن دی.

دلته يوه بله خبره هم اړینه ګڼم، کیدای شۍ ځیني یاران د رخې په دایره کې ووايي چې ستاڅه حثیت اوشخصیت دی چې ځان ته د داسي نیوکو حق ورکوي، داسي خبري مي له ځینو مخکې هم اوریدلې دي!.
حو زما ځواب دادی چې بیشکه زه کوم لوړحثیت اوشخصیت نلرم، بلکې ځان د منځنۍ کچې له چارواکوهم ټيټ ګڼم، خو ځان ته داحق ورکوم چې د مومن په حيث د صحابه وو د سنتو پيروي وکړم او په شخصي مجلسونو کې د ځینو په څیرد غیبتونو او تهمتونو پرځاي په ښکاره نقد وکړم او په دې سره هم د الله اوهم د مخلوق په وړاندي دا مسولیت اداکړم، چې که په لاس مې د منکر مخه نشوای نيولای، نو لږه ترلږه د کمزورې ایمان تقاضا خومې پوره کړه..
ځینې بيا وايي چې دا ډول ستونزې خوهرچیرې او په هرنظام کې وي.
نو ايا په دا ډول ښکاره اومکررو غلطيوخاموشي اصلاح راوستی شي اوکه ورته ګوته نيول او معقول نقد؟
زه هغه څیرې چې حرکات اوسکنات يې د دغه د لسګونو زرو قربانيو مظلوم غورځنګ ته زیان اړوي، په ښکاره نقدکوم، که هغه پخوانی چارواکی وي او که اوسني.
زه د پروني معتصم اغاجان هم مخالف وم، چې د وړو انجنو د ښونځي په سوځولو يې طالب دلګي مشرانو ته پیسې ورکولي اود نني معتصم اغاجان هم مخالف يم چې په تلویزوني بحث کې پردې وياړي چې لوریې په پوهنتون کې ماستري کوي او دی د ملي امنيت په چوپړبوخت دی
ځکه چې دغه افراط اوتفریط د طالبانو د يو شمېرناپوخته غړو د فکري تزلزل اوتنزل پایله وه او ده، چې پرمټ يې تل د افراط له بامه د تفریط کندې ته لويدلي..
اودغه ټيټ مافيايي اولنډمهاله حرکتونه اوخواص چې ترڅوهم د کوم تحريک په ځوانانو اومشرانوکې موجود وي، نو باورپرې نشي کیدای، بلکې تل به په ډراماتیک ډول خپل فکري اوعملي مسیربدلوي.
له بده مرغه زه د طالبانو په لیکوکې نن هم د ځینوفعالو طالب مشرانو داسې حرکات وينم چې زه يې نه يواځې په کولو، بلکې په اوريدلوهم شرميږم.
د ځينو له لاسه خوملي امنیت نږدې نور د طالب مشرتابه ترپښولاندي ځالې جوړوي.
یو درجن داسي وتسپ ګروپونه شته چې د فرهنګي کمیسون د جنوب د ساحوي مسئول په ګډون يوشمير فرهنګی او سیاسي طالبان پکې معلومات شریکوي او د ملي امنیت او عدلیې وزارت غړي هم پکې غړیتوب لري!
ماته عجیبه ښکاره شوه چې د فرهنګي کمیسون د جنوب غرب حوزې د مرستيال لخوا له کابل میشتو دولتي اونادولتي طالبانوسره په يو وتسپ ګروپ ګې معلومات شريک کيږي..
خو چې کله داسي ګروپ چا راته وښود، چې له يوې خوا د همدغه فرهنګي مرستيال لخوا د طالبانو د اکثرو ولاياتو فرهنګي نمایندګان پکې غړي شوي وو او د هر ولایت د طالبانو عام معلومات به يې دلته شریکول.
بل خواد دي ګروپ يوغړی د دولت د عادليې وزارت مرستيال، بل د دې وزارت مشاور، بل د ملي امنيت غړی اوبل د دولت د يوه ولایت پخوانی والي و!
د طالبانو اندروني نظامي معلومات ټول دلته شريکيدل او
دغودولتي مقامونو ته هرڅه ډيرپه اساني په لاس ورتلل، په همدي ورځوکې د طالبانو څو مخفي زندانونه هم مسلسل کشف اومات شول!
له قطره ترکابله د همداسي دوطرفه خلګو(نظام اوطالب) د يو شمیرغړو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې انلاین چاینلونه شتون لري!
چا له همداسي ګروپه يوبحث راته کاپي کړی و، چې د ملي امنیت يومشاوراويوه فرهنګي طالب په ګډه زه او زما هغه کتاب غندلی و، چې ما د همدي مشاور د جاسوسي رښتینې کیسه پکې راوړې وه!
د دغه فرهنګي طالب ترشاچې ګڼي اومتضادې اړیکي پالي، کوچي حاجي صیب ولاړ دی.
یعني د کوچي حاجي صیب يوه وفاداره څيره ده، چې د ده لارې اوس هم کوچي حاجي فرهنګي کمیسون کنترولوي.
زه له جناب کوچي حاجي صیب سره په نږدې کاري اړيکه کې پاتې شوی يم.
له ډيرو مثبتو اړخونو اوکاري وړتياو سره سره له بده مرغه یولړ ناوړه خصوصیتونه يې د اوږدې مودې په تېريدو او د ډول ډول تحولاتوپه ليدلوسره لاهم نه دي بدل شوي..
د هغه استعداد سره چې دی يې لري که دغه خصوصیتونه ياعادتونه ورسره مله نه وای نو موصوف به ډيرې لويي کارنامې لرلې.
لکه د دښمن پرضد د مبارزې پرځای پخپلو کشرانو اومشرانوکې د خپل محبوبيت جعلي کوششونه اوتبلیغات!.
د با استعدادو خلګونه ویره او د هغوی کارونو ته خنډونه ایجادول.
د هرچاکارخپل طبیعت اوذوق ته برابرول، که برابر نشي بیايې مخه نيول اوتخریبول.
پر ورسپارل شويو کارونوکې د شخصي کمپنۍ په توګه د کورنۍ غړو او ورڼو ته د مداخلي او نامسئولو حرکاتو اجازه او فرصت ورکول؛
که هغه هرڅومره د دې وړتيا ونلري اونور داعتراض وړمشکوک حرکات هم کوي، خودی به په جعلي تبلیغاتو مشرتابه پري قانع کوي..
زه د کوچي صیب وړتيا او استعداد د دې وړ نه ګڼم چې په داسي طفلانه کارونوکې مصروف شي.
لکه د ځان ستايونکې لټول، کشران د ځینې ملګرو پرضد پيچکاري کول او شخصي خادمان د نظام اوتحريک په چوکاټ روزل اوپالل.
په فرهنګي کمیسون کې د غه شخصي خادم هم د ده لخوا روزل شوی او د ځینو غیرامارتي کارونو لپاره يې ګمارلی.
بل خوا په سیاسي کمیسون کې هم ځینې اشخاصو ټولې پولې په ښکاره ماتې کړې، خو منتريې دومره ځواکمن دی چې نه یوازي طالب مشرتابه يې پرځان راضی کړی، بلکې، د دوو هیوادونو جاسوسي اداري او خلیل زاد يې هم د ځان خواخوږې کړي، خو دا په سیاسي او ديپلوماتیک استعداد نه، بلکې په دوه مخي منتر.
دا د سياسي کمیسیون یو تاریخ سازشیخ الحدیث دی
چې که يې کوم شاګرد ته ووایي چې استاد ګرامي خو داسي هم کوي، نو ښايي عحیبه ورته ښکاره شي.
ځکه د دیني علومو د شاګرد پاک زړه او ضمیر د استاد په اړه کله دامنلای شي!
خو دغه پاک زړي شاکردان له سیاسي نخرو اومعاملو نه لیری وي، د دوي خو له استاد سره همدا يوه پاکه واسطه وي، دوي ته دباندي دنیا هم همداسي پاکه ښکاري.
دغه شیخ یعني دلاورصیب قطر ته له تګ وړاندي لادومره نه و، يواځي مرحوم امیرالمومنین ته به يې کله کله بد رد ویل او طالبان به يې خره بلل.
خو چې کله لاړو نو بيايې د کابل یاراني دومره زیاتې شوې، چې نوريې هرڅه په ډاګه شول!
زامنوته دولتي سکالرشیفونه، د اوقافو په وزیر ذومان مقررول او د ملي امنیت له مشر سره خصوصي یارانه؛ آن تردي چې د کندهارد يوه سپین ږیري امیرمحمد اغا جالبه کیسه مي واوریده چې د قطرپه شخصي ناسته کې يې د شیخ شهاب الدین دلاور زامنو ته ویلي و، چې هلکو تاسي ما چیرته لیدلي یاست!
هلکانو اوپلاريې بڼه ووهله اخیر د امیرمحمد اغا حافظې کار ورکړ؛ دا هلکان يې په کابل کې د ملي امنیت د ریس معصوم ستانکزي په کورکې ليدلي و؛ هلته يې شپه وه! هغه وخت معصوم ستانکزی د ملي امنیت فعال مشر و!
خوله شیخ دلاور سره يې یارانه ترکورنيو اړیکو رسیدلي وه.
د ملي امنیت د همدې ریس په امر او پریکړه به هره ورځ زموږ مشهور مشران شهیدان کیدل اوبندیانیدل!
الله دي موږ په دنیا اواخیرت کې د داسي شیخانو له مشابهته وساتي، څه چې دوي کوي موږيې په اوریدلو هم شرمیږو.
که دا ډول شیخان د امارت د بیا واکمني پرمهال موږ ته دین حاکموي نو الله دي بيا پرموږ داسي واکمني هم نه ویني.
د دې شیخ منترماته له پخوا معلوم و، چې څنګه به يې ساده مشران په خپله ملايي خطا ایستلی شوای!
چې کله هم په کومه معامله کې رسوایي ته نږدې شي، نو بيابیرته شیخ اوملاشي او د کتابونو ترشاپټ شي.
له ۲۰۰۵نه تر۲۰۱۰پورې مې د شیخ شهاب الدین دلاور اقوال او نظریات لاهم حافظه کې دي.
هغه وخت د ملامحمد مجاهدپه اړه دهغه توهین امیزه لهجې زه ډير ځورولی يم.
يوځل عبدالحکیم مجاهد کابل ته ترتللواوتسلیمدو وړاندي زما له مخه ورته وویل چې ملاصیب خو په علماووغاړې خلاصې کړي وي، ده بې تکلفه وويل ملامادومر(ملامحمدعمر) درواغ ويل.!
ماد دې لپاره څه ونه ويل چې ماويل هسي نه حکيم مجاهد به زما اودده د مناقشي فسادته ته چل جوړوي، خو په زړه مي دا زخم تراوسه لاهم پاتې ده.
بل لورته ماويل داسړی د يوعالم په توګه ښايي له درده داخبره کوي اوذهنابه دومره نه وي بدل، همداراز يوه شپه په۲۰۰۸م کال کې د مولوي مسلم حقاني په کورکې د طالبانو د واکمني وخت يوشمېرپیژندل شوې څيرې راټولې وي.
په دې کې د طالبانو د حکومت پرمهال د پکتيکا والي، د طالبانو د مقاومت په دوره کې د لوګر اوبيا د ننګرهار مسئول يا والي شهيدمیراحمدګل، د طالبانو د واکمني د خارجه وزارت مرستيال عبدالرحمن زاهد، يوبل طالب چارواکي مولوي حفیظ الله د ميدان ولايت اوخپله کوربه مولوي مسلم حقاني هم ناست و، چې مولوي شهاب الدين دلاورپه بحث کې جدي شو، د طالبانوروانه جګړه يې وغندله او وي ويل چې زه ډيراحمق او ناپوه وم چې د طالبانو په څيرجاهل تحریک ته ورګډشوم او له الله سره مې دا وعده ده چې که الله دا ځل ماته په کومه مدرسه کې د تدریس موقع راکړه، نوبيا به نه د سياست نوم واخلم اونه د طالبانو د تحريک يا امارت..
شهيدميراحمدګل ورغبرګه کړه چې مولوي صیب هغه ورځ به درته ياده وي چې د طالبانو د تحريک په پیل کې موږ درسونه ویل اوته راغلي راته ودي ويل چې درس ويل درته حرام دي؛ ځئ تحريک ته ورشئ، هغه وخت زموږ جنګ له مسلمانو سره و او اوس له سروکفار سره جنګیږو اوته مو منع کوې!
له مولوي صیب نه جواب ورک شو،اخیر يې وويل ميرصیب اول به ما دعوت کړی وې، وروسته خو مقام او څوکۍ وه، مير احمدګل په ډیر تعجب ورته موسکی شو..
ځکه چې د شهيدميرصیب د طالبانو په واکمني کې هيڅ د پام وړڅوکۍ نه وه، ټول وخت يې په ستړيوخدمتونوتيرکړی و اومولوي دلاوصیب د تحريک له پیله په لوړو څوکيو نازل شوی و، اکثره وخت سفيرپاتې شوی و،هغه نه کومه باندني ژبه زده وه اونه له ديپلوماسي سره بلد و، خو د يوه عالم په حیث ملامحمدعمرمجاهد پرې دومره باوراواحسان کړی و، چې له سپیره جومات اومدرسې يې را ولاړکړاويوځل يې په پاکستان کې اوبيا په سعودي کې په کلونو کلونوسفير ټاکلی و.
د طالبانو حکومت په دونياکې يواځې درې سفارتونه لرل، نوځکه يې د سفارت حثیت تر وزارت کم نه و..
مالي ګټه يې هم زياته وه، ځکه خومولوي شهاب الدين ډيرلوي دولت برابرکړی وو، چې بيايې په پاکستان کې يوه لويه برخه پانګه د يوتاجرپه ډيواله کيدوکې ختمه شوه.
داهرڅه يې د ملامحمدعمرمجاهد له بريتوموندلي و، خو له بدمرغه له ۲۰۰۲نه تر۲۰۰۹ پورې په مجلسونو کې ورنه باربار اوريدل شوي، چې ويل به يې ملامحمدعمر(بلاتشبیه)يا ليونی و اوياجاسوس!
د دې خبرو يولوی شمېر شاهدان ژوندي دي.
که د ملايي خبره شي نو د طالبان د تحريک په بهيرکې د مرحوم شیخ مولوي عبدالعلي ديوبندي، مولوي جليل الله مولوي زاده او قاضي القضات شیخ نورمحمدثاقب او لسګونو نورو نامتو علملووعلمي عروج ثابت او مسلم و.
خود مولوي شهاب الدين علمي مقام منځنی و او هيڅکله د مولوي فضل الهادي شینواري، قیام الدین کشاف اوحتی سیاف د علمي سويې نه لوړنه دی.
چې دلته تش د کردار او رفتار توپيرته اړتيا ده، که د ده کردار له هغوي سره مشابه وي، نو بيا خو له هغوي سره هيڅ کوم توپیر نلري.
مولوي شهاب الدی اويا د سیاسي او فرهنګي کمیسونونو ځینې نورغړي که د دولتي غړو په دوستانه او روابطو نه شرمیږي
نو زه د امارت هغو مسئولینوته چې دا ډول روابط مشروع ګڼي وايم:
که ستاسو د فکري سيرتعریف همدا وي چې که څوک په دولت کې مرستيال وزیرهم وي، يا د امنيت فعال موظف وي، تاسو ورسره د انډيوالي مزی غزول مشروع ګڼي، نوبيا د يوه عادي عسکر د وژلو جوازهم مه ورکوئ، ځکه چې دا خوبيا ډيرڅرګند تضاد دی!
ترڅو چې خدای مکړه فکري خط سير واضح نه وي، فارقه خطوط معلوم نه وي، اهداف مشخص اوثابت نه وي، بلکې تش د ګټوشراکت وي، نوجګړه مافيايي بڼه خپلوي، نه دیني اوجهادي.

بل لورته دا ډول ملایان بیا موږ ته ځانونه دیني استادان تراشي!
چې له بده مرغه د دا ډول دیني استادانو حرکتونو زموږ جزبې، ارادي حتی(بلاتشبيه)عقیدې را متزلزلې کړې!
د يوه ساده او پاک زړي شپانه مثال ده چې خپل پیرصاحب ته يې د شرک ترکچې لوړه عقيده لرله اوکله چې به يې پیر ویناکوله نو ده به ورته په سروسترګو ژړل، خو پيريې د شیطان پرلکۍ سپوراوبي لاري و، چې کله يې د کيږديوخواکې کنده کې د چا له میرمن سره په ناوړه حالت کې وليد نو بار بار يې خپله کوپړۍ په کوپش ووهله چې هسي نه خوب وینم!
اخیريې چیغه کړه چې پیرګله!
که مي خدای غاړې نه بندوي دا خو وظیفه موزیپه نه ده…
له هغه وروسته به چې کله پيرصیب وینا کوله نو شپانه به د ژړا پرځای پټ پټ په بریتوکې خندل!.

نن د ملامحمد عمر یاد ته دا ډول خلګ څه ضرورت لري!
ځکه که هغه په دونیاکې وای نو دوي به دا ډول حرکتونه کولای شوای؟
نن د انډیوالي په لاینونو د نظام ډیرمخالفین بیرته خواخوږي معرفي کیږي اوهغه بي قومه او بي چاره خلګوته چې تل يې په سخته کې د نظام ملاتړلې په مشروع او اصلاحي نقد هم د مرګ اخطارونه ورکول کیږي!
چې څوک په قومي او انډیوالي لاینونو په شوراکې یامشرتابه ته په نږدې کړيوکې څوک ولري د هغه هره ناروا مثبته تعبیریږي، بلکې اصلا کومه غلطي نه لري، که تسلیم شي بیرته معاف کیدای شي.
څو داسي د کمیسونو مشران هم شته چې يو ځل دولت ته هم تسلیم شوي اوبیابیرته راغلی اوس معتمدهم دي او اختیارمن هم دي.
له بده مرغه طالب غورځنګ دا وخت نه يوازي له دولتي خلګو سره د اړیکوجرم ته کوم قضایی او استخباراتي معیارنلري، بلکي منحرف خلګوته د بیرته راتګ لپاره هم کومه مناسبه تګلاره نلري، ځواکمنه انډیوالي اویاسمتي او قومي ملاتړدي هره ګنا بښلای شي.
یو وخت چا راته ديوه کلي د خلګو جالبه کیسه کړې وه چې ټول يې د پالیزونو او باغونو په غلاوو کې عادي شوی وو، د روژي میاشت وه او د باغونو او پالیزو د پخیدو موسم و ، د کلي ملاصیب ډیری ځوانان دي ته تشویق کړل چې د ګناهونو د مغفرت لپاره په اعتکاف کي کشیني، لس پنځلس ځوانان چې د پالیزو اوباغونو مشهورغله وو، ټول په اعتکاف کې داخل سول، د کلیوالو او امام زړونه هم يوڅه بیغمه شول چې له دي سره به غلاهم کمه شي، خو دغو ځوانانوبه د ورځي تلاوتونه او نفلونه کول او د شپي به يې باغونه او پالیزونه شکول.
د ې کیسې ته ورته دلته هم ډیري منحرف اوپه لسو لانجوکې ککړ خلګ د لمرله څرک سره بیرته په اعتکاف کې ناست دی..
او د سختو ورځو په تجربه شويو ملګرو دشک ټاپي لګیږي اږ دچاپروسانو په لاسو اوخولو ځورول کیږي.

ملګرو د موضوع په اوږديدو درنه بښنه غواړم، ما د دي ځینو خبرو په اړه له دي وړاندي تل صبر کړی، ترڅو دښمن ته ګټه اوغورځنګ او نیکو مشرانو ته يې زیان ونه رسیږي او د ستړيو مجاهدینو ازار وانخلم.
ما نن د دې ځینې خبرو لپاره د غه وخت ځکه مناسب وګاڼه چې په سخت وخت کې ما تل د ملګرو زړه ساتلی او تل په بده ورځ کې ورسره په میدان دریدلی يم.
اوس هم زه له هغوعملي مجاهدینو نه ځان هيڅکله هم پردی نه ګڼم، چې د دي اتلس کلن اشغال په دوره کې يې عملي جګړه کړې، له دښمن سره يې پټې اړیکې نه دي ساتلي، په دې جهادکې يې په عقیده برخه اخیستې، دوه مخي پالیسي يې نه ده غوره کړې، قرباني يې ورکړي او د کورنيوغړي يې شهیدان شوي.
د همدغوعملي مجاهدینو د زړه د ازار له ویري ما ډیر وخت به دې نیمګړتیاوو خوله پټه نیولې وه، خو اوس چې د داعش فتنه هم په ورکیدو ده، امریکاهم د وتلو اعلان کړی، نو د عامو مجاهدینو روحیات هم الحمدلله لوړدي او زه یقین لرم زما دغه اصلاحيي لیکنه هغوی ته نورتاوان نه رسوي.
له همدې امله مې د دې لیکنې د لیکوال په توګه ځان ته هغه نوم غوره کړ چې يواځي مي خپل پرې پیژني، ترڅو دښمن ورنه پوره استفاده ونکړای شي.
اوس چې له نیکه مرغه منحرف شوي خلګ هم بیرته را روان دی او طالب مشرتابه د عروج او قوت احساس کوي، نو زه دا وخت د دي لیکنې لپاره تربل هر وخت ځان ته مناسب ګڼم، ترڅو مي له هغو فرصت طلبو یارانو سره فرق وشي چې په سخت وخت کې يې امارت ته شا اړولي او لاره يې بدله کړی.
په اخیر کې ملګرو د دې غیراختیاري اوږدي لیکنې د لوستلو توفیق درته غواړم.
الله دي د مرحوم امیرالمومنين پر روح انوار ووروي او موجوده قیادت ته دي الله د هم هغه عزم اومتانت توفیق ورپه برخه کړي.(آمين)
والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. ـــ

حاجي کمال خپلواک

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.