The news is by your side.

داسي زوم چې (۱۰۰) مایله ناوې پر بایسکل راوړي

هند کې د قزنطین يا لاک ډون له امله د اترپردېش ایالت کې يوه ۲۳ کلن زوم په باسیګل د سل کیلومتره مزل وروسته په يواځې ځان د  ناوې جنج  يا ډولۍ تر خپله کوره راوړي ده .

هغه په دې سفر کې له يوې خوا ځانته خو له بلې خوا يي ناوي هم ورسره په باېسکل سپره تر کوره راغلي ده او په دې سره يي په يواځي سره د واده مراسم ترسره کړي دي.

زوم وویل چې هغه تصور نه شي کولی چې پښې به یې دومره درد وکړي. سره له دې چې په هند کې په اوسنې وخت کې د واده کول منع اعلان شوي دي. مګر پرته له اجازې ، کلاکو پرجاپټي د واده په ټاکل شوې نیټه په بایسکل کې د ناوې کور ته رسیدلي دی.

د اترا پردېش ایالت ياد ځوان کلاکو پرجاپټي تر لسم ټولګي زده کړي دي ، وايي که څه هم د پولیسو له لورې ورته اجازه نه وه ، خو هغه له دې کار پرته بل هیڅ چاره نه درلوده .

پرجاپتي وايي  نجلۍ د واده کارتونه هم چاپ کړي وو او د واده تیاري یې په ټاکل شوې نیټه بشپړېده .

د پرجاپټي پلار وویل د واده نیټه څلور یا پنځه میاشتې مخکې ټاکل شوې وه. د نجلۍ کورنۍ غږ وکړ او ویې ویل چې د واده لپاره چمتووالی نیول شوی دی.کالکو زیاته کړه چې هغه یو موټرسایکل هم لري. مګرد موټرسایکل د نه ګرځيدو د جوازه لکه کبله يي غوره وګڼله چې د باېسکل په وسیله ياده چاره ترسره کړي.

هغه وویل چې هغه رومال اغوستی ترڅو خپل ځان د کورونا ویروس څخه خوندي کړي او د سهار وختي د جینس او ​​ټي شرټ په اغوستلو سره پیل کړ.

دا مراسم  یوازې د ناوې کورنۍ لخوا ترسره شول. خو دوي هوډ لري چې د حالتو له ښه کیدو وروسته د خپل واده په پار بیا ځلې ځانګړي مراسم ونيسي.

پرجاپتي وویل چې هغه به د واده کارتونه بیا چاپ کړي او ټول خلک به د واده مراسمو ته هم راوبولي. څوک چې دوی خپلو

ودونو ته رابللي دي.

دوی خوښ دي چې دواړه کورنۍ د واده کولو څخه خوښ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.