The news is by your side.

له کورونا وروسته ژوند

’آنکھ جو کچھ دیکھتی ہے لب پہ آ سکتا نہی۔

محو حیرت ہوں کہ دنیا کیا سے کیا ہو جائے گی

علامه اقبال وايي

، “څه چې سترګې ګورئ او  په شونډو نه راځي. زه حیران یم چې نړۍ به څه ډول او څه به کیږي.

نن ورځ ، که تاسو واقعآ نړۍ ته ګورئ ، نو هر څه بدل شوي دي . هغه هر څه اوس نشته کوم به چې ځينو غوښتل ځينو ته د په شونډو د مینې اظهار وکړي .

نه خو اوس ښارونو خلاص دي ، او نه هم تفریحي ځایونه ، نه هم هوټلونو کې څوک شته او نه هم د بهرنو ساحلونو کې ، نو ښکاري چې د نړۍ ټوله بڼه او رنګ بدل شوي ، اوس رنګونه هیڅ شتون نلري ، نه خو هغه خندا ګانې شته او نه هم د ماشومانو هغه چغي او غږونه ، اوس ښارونه د صحراګانو او دښتو په څير دي.

مخکې به چې خلکو سره لیدل نو يو بله لیدو ته به يي بیړه او ناقراري وه ، خو اوس خو سره هیڅ نه ګورئ او که چیرته هم په غلطۍ کې سره مخامخ شي نو له یوه بله تېښته کوي ، او نه غواړي چې حتا لاسونه سره ورکړي.

ډاکټر بشیر بدر ممکن د ځانګړي ښار لپاره ویلي وي:

کوئی ہاتھ بھی نہ ملائے گا جو گلے ملو گے تپاک سے

یہ نئے مزاج کا شہر ہے، ذرا فاصلے سے ملا کرو

( هیڅوک به لاسونه ورنه کړي چې هرڅومره په تلوسه او تپک کې سره مخامخ شي ، ځه دا يو نوي مزاج ښار دی لږه فاصله کې سره وګورئ يا دا چې په لیدلو کې سره فاصله واخلي ضرور )

مګر نن ورځ ، يواځي په ښار کې نه بلکې په کلیو او بانډو او هر ځای کې همدا وضعیت دی. هیڅوک لاسونه او غیږي سره نه ورکوي بلکې يو بل چې ګورئ نو تښتې ترېنه او يا هم لار چپه وي..

د پنجاب پوهنتون د تاریخ څانګې  ډاکټر چاولا وايي د تاریخ درس دا دی  کله چې هم دغه ډول لویې پیښې رامینځته کیږي، هغه څه چې په دې وخت کې پیښیږي په راتلونکي وخت کې ضرور اغیز لري او په دې سره په ټولنه کې يو لوی بدلون را پیښیږي او د خلکو ټولنیز چلند هم ورسره بدلیږي.

ډاکټر چاولا زیاتوي نن ورځ موږ په خپل چلند کې بدلون وینو. انسان له انسان څخه ویره لري . او حتی کله چې رنځ ختم شو ، داسې بریښي چې دا چلند به دایمي پاتي شي.

په ځانګړې توګه ، د لوړو ټولګیو ، د متوسط ​​متوسط ​​طبقې او ټیټ مینځنۍ طبقې ترمینځ خلا به پراخه شي او ټولنې به ټوټې ټوټې  شي.

هغې وویل چې دا به د نړۍ په سیاست هم ژور تاثیر ولري. د سپر ځواک اوسنی مفهوم به بدل شي. او کوم څه چې کارونا به وکړي د لویدیځ لپاره او په ځانګړي توګه د اقتصادي او ټولنیز پلوه د وروسته پاته هیوادونو لپاره به لوی ننګونې رامینځته کړي. دا به د دوی سره معاملې کولو لپاره وخت ونیسي ، او داسې بریښي چې د کرونا نه وروسته به نړۍ د کرونا نه مخکې نړۍ نه وي.

په همدې حال کې ، د تاریخي او ټولنیزو څیړنو انستیتیوت مشر ، ډاکټر سید جعفر احمد یو څه مختلف نظر لري. هغه وايي چې په تاریخي ډول ټولنیز ارزښتونه د ورته لوی پیښو وروسته بدلون مومي.

د انسان چلند بدلون مومي او د نړۍ په ډیرو برخو کې د اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز نابرابرۍ یا نابرابرۍ له پلوه بدلون مومي.

مګر دې بیا په وروسته پاتې هیوادونو کې د دې بدلون رامنځته کیدو باندې باوري نه دی ، ځکه د هغه په خبره دلته خلک د ياد مرض منلو او د هغې د درملو نشتون خبرو منلو ته هم نه دي چمتو نو دوي کې به بدلون څه رامنځته شي.

دا د دې چارې ښه بیلګه په ښارونو کې ګڼه ګوڼه او د یو شمیر هټيو والو نا احتیاطي چلند او د هټيو خلاصول بولي.

رات جب کسی خورشید کو شہید کرے

تو صبح ایک نیا سورج تراش لاتی ہے

( هغه شپه چې یو خورشید شهید شو،،، نو په سهار کې یو نوی لمر ځلیږي )

وګورئ چې له دې خپرو شو تیارو وروسته به لمر کله او څه وخت راپورته کیږي. کورونا یو وژونکې او ساري ویروسې ناروغي ده ، هیله ده د روژې په دې مبارکه میاشت کې دعا وکړي چې دغه ناروغۍ د دنیا له مخې الله ج ورکه کړي .

دا نو چې دا وړاندویني به څومره سمي ثابتي شي ؟؟؟؟؟ دا به راتلوونکي وخت ځواب کړي .

ژباړه او زیاتونه : ساحل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.