The news is by your side.

واټس اپ او حيرانونکی بدلون

خبريال ډاټ کام -واټس اپ په خپل جوړښت کې د ۴ پر ځای د ۸ کسانو پر يوه يوه وخت د وډيو کانفرنس اپشن وړاندي کړ.

مخکې تر دې چې د واټس اپ دغه نوی اپلکشن بازار ته راووځې د واټس اپ او فسبوک ګډ مشر مارک زوبربرګ تير شنبه په سان فرانسسکو ايالت کې د واټساف دغه نوی اپشن وازمايل او پر يو وخت يې له ۸ کسانو سره پر وډيو کانفرنس خبري وکړې.

او اوس دغه اپلکشن په عام ډول هر څوک کارولای او پر يوه وخت له ۸ کسانو سره پر وډيو کانفرنس خبري کولای شي.

د کرونا (کويډ۱۹) خپريدا او په نړيوالې اوبا له بدليدا وروسته او په نړيواله کچه د بنديزونو او د خلکو په کورنو له کيناستو وروسته د نورو ګڼو ټولنيزو شبکو په څير واټس اپ هم بې شمير مشتريکين را جذب کړي دي.

د واټس اپ مشر مارک زوبربرګ دا هم په ډاګه کړه چې د قرنطين په شپو او ورځو کې به د واټس اپ په سرعت او تيزوالي کې هم بدلون راغلی او تر مخکې اوس په واټساف وايس(غږيز) کال او ويډيو کال ډير په تيزۍ او سرعت سره کولای شو.

واټساف ددې بدلونونو دلايل د قرنطين په شپو او ورځو کې د خلکو مصروف او سرګرمه ساتل ښودلي. او په دغه شپو ورځو کې لکه څنګه چې قرنطين دي له خپلو خپلوانو سره څوک نشي ليدلاي. نو د خپلو دوستانو د احوال اخيستلو او يو د بل له حال نه د خبريدو په پار واټساف دغه بدلونونه رامنځته کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د قرنطين په شپو او ورځو کې د واټساف مشترکين ۱۰ سلنه زيات شوي دي.

هيره دې نه وي چې د نورو ټولنيزو رسنيو لکه فسبوک، ميسنجر ،ايمو او دېته ورته نورو په څير واټس اپ ډيره خوندي رسنۍ ده او په ډيري اسانۍ سره نشي هيک کيدا.

د واټس اپ يوه بله ښه ځانګړنه دا چې ډير ارزانه او غږ په ډير ښه کيفت سره ليږدوي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې له فسبوک وروسته واټس اپ هغه ټولنيزه رسنۍ ده چې ډيری افغانان يې کاروي او د خپل ژوند ستونزي له دې لاري هواري.
حتي په سوداګري او کاروبار کې هم له واټساف څخه په پراخه پيمانه استفاده کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.