The news is by your side.

پکتیکا کې طالبانو تراوېح کوونکو ته لاسي بم ور اچولی

خبریال وېب پاڼه/د پکتیکا ولایتي چارواکي د دغه ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د طالب اورپکو لخوا یوه مسجد کې تراوېح کوونکو ته د لاسي بم ورغورځولو خبر ورکوي.

ویل کېږي د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند په محمد حسن کلي کې طالب اورپکو هغه مهال مسجد ته لاسي بم وغورځاوه چې لسګونه کسان د تراوېح په لمانځه ولاړ وو. په دغه پېښه کې ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د امنیې قومنداني د پېښې پخلی کوي او زیاتو چې یاد شوی برید د طالب اورپکو لخوا شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو، عامه تاسیساتو او ملکي وګړو باندې بریدو زور اخیستی دی.

وړمه ورځ د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په یوه بیان کې وویل چې طالب اورپکو یوازې د روژې په لومړۍ اونۍ کې په ۱۷ جلا بریدونو کې ۱۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړولې ده او شاوخوا ۵۰ کسان یې ټپیان کړي هم دي.

په ورته وخت کې حکومت د دغې وسلوالې ډلې بندیان خوشي کوي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لار پرانیستل شي.

په افغان جګړه کې ښکېلو نړیوالو سازمانونو او ګڼو هېوادونو په وار وار پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د کرونا وبا له امله اوربند وکړي تر څو په دغه هېواد کې د بشري فاجعې مخه ونیول شي خو د طالبانو ویاندویانو په وار وار د رد ځواب ویلی دی.

پاکستان چې هر وخت د طالب اورپکو په اصلي تمویلوونکي باندې تورن وي، په خپل وروستي بیان کې له طالبانو غوښتي چې د روژې مبارکې میاشتې او د کرونا آفت له امله په افغانستان کې اوربند وکړي، خو طالبانو تر اوسه د پاکستان وړاندیز ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. عام افغانان په هېواد کې د روانو جنګي بدمرغیو او آفتونو له امله سخت اندېښمن دي.

د پکتیکا د امنیه قومندان ویاند شاه محمود آرین وایي چې په پېښه کې ټول ټپیان شوي کسان یې د خیرکوټ ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه دغې پېښې په هکله تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.