The news is by your side.

د برېښنا جوړونې پر مهال د برېښنا تخنیکي ډله د ماین ښکار شوه

خبریال وېب پاڼه/ د برېښنا جوړونې پر مهال د دوښمنانو له لوري د ځای پر ځای ماین د برېښنا پر کارکوونکو چاودنه کړې.

نن سهار د برېښنا تخنیکي ډله چې د کابل په ١٧مه ناحیه چمتلې سیمه کې د برېښنا ٦١٣مې پایې پر جوړولو بوخت و، ماین چاودنه پرې شوې.

د ماین چاودنې په پایله کې د برېښنا تخنیکي ډلې څلور تنه ټپیان شوي دي، چې د دوو تنو روغتیایي وضعیت وخیم دی.

د برېښنا پر تخنیکي ډلې بله درېیمه پرلپسې چاودنه هم وشوه، چې د برېښنا تأسیساتو او برېښنا کاروکونو ته په کې کوم زیان نه دی اوښتی.

د کابل په چمتلې سیمه کې د برېښنا ٦١٣مه پایه چې د چمتلې د برېښنا د سبسټېشن سره واقع ده او د واراداتي برېښنا وروستۍ پایه ده، چې تېره شپه ناوخته د رڼا د دوښمنانو له لوري پر ماینونو والوځول شوه.

د برېښنا د پایې درې تهدابونه تخریب شوي او یو سالم دی، چې برېښنا نه پرې شوې خو نن یې د بیا ترمیم لپاره د برېښنا تخنیکي ډله ورغلې وه، چې د ماین چاوذنې ښکار شوه.

دا څوم ځل دی، چې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د وارداتي برېښنا پایې د نامعلومو وسله والو له لوري په ماینونو الوځول کیږي.

څو ورځې وړاندې هم یو شمېر وسله والو د کابل او ځینو ولایتونو د وارداتي برېښنا په ماینونو الوځولې وه، چې بیا یاده ډله د ملي امنیت کسانو له لوري له یو شمېر جګړه اییزو مهماتو سره ونیول شوه.

خلک له حکومت غواړي چې د برېښنا دوښمنانو ته دې د قانون له مخې سخته سزا ورکړل شي، تر څو نور بیا د داسې کړنو کولو ته زړه ښه نه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.