The news is by your side.

تالبانو د هرات د ښوونکو د تربیې مرکز په جهادي مدرسه بدل کړو

خبریال وېبپاڼه: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وایی،تالبانو په دغه ولایت کې د ښوونکو د روزنې ودانۍ د دې ولایت جهادي مدرسې ته ورکړې ده.

سرچينې نن خبریال وېبپاڼې ته وويل، چې د هرات د ښوونکو د روزنې دوه نوي ودانی، په دې وروستيو کې په جهادي مدرسه بدلې شوې، چې په دې وروستيو کلونو کې جوړې شوې وې.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو انځورونو پر بنسټ تالبانو د ښوونکو د ښوونې او روزنې لوحه لیرې کړې او پر ځای یې د جهادي لېسې لوحه نصب کړې ده.

شمیرې ښیي، چې د هرات د ښوونکو په روزنیز مرکز کې له څلور زرو څخه زیات هلکان او نجونې دواړه په زده کړو بوخت وو.

د تالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ادارې فعالیت ودرول شو.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته اکثره تعلیمي او تحصیلي ځایونه په دیني مدرسو بدل کړل.

تر دې مخکې تالبانو د فراه د کرنې عالي لېسه هم په جهادي مدرسه بدله کړې وه.

Comments are closed.

koi finance