The news is by your side.

چاووش اوغلو: د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د زغم وړ نه دی

خبریال وېبپاڼه: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسیي سیال سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې له نجونو او مېرمنو سره د طالبانو چلند د زغم وړ نه دی.
هغه په انقره کې له خپل روسیي سیال سرګي لارووف سره تر لیدنې وروسته یوې خبرې غونډې ته ویلي، طالبانو په افغانستان کې د نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او په ښکاره ډول یې له ټولو بشري اصولو سرغړونه کړې.
نوموړي طالبان ملامت کړي او ویلي یې دي، په کار ده چې دا ډله انساني حقونو ته درناوی وکړي.
چاووش اوغلو یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه په افغانستان کې د یوناما پر ښځینه کار کوونکو د پر کارونو بندیز ګڼ نړیوال غبرګونونه راپارولي.
تېره ورځ اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا کار له بشري اصولو سرغړونه ده او طالبان باید پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د یادې ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن هم پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو دا اقدام به ۲۸ میلیونه افغانانو ته د مرستو رسوولو بهیر ټکنی کړی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د تېرې سه شنبې په ورځ د یوناما پرښځینه کارکوونکو بندیز ولګاوه.

Comments are closed.

koi finance