The news is by your side.

ګلالۍ مموزۍ څوک ده او څنګه یې د بن ښار د ولایتي شورا د غړیتوب څوکۍ وګټله

خبریال وېبپاڼه: د جرمني د بن ښار ولایتي شورا ټاکنو ته په لومړي ځل یوې افغانې مېرمنې« ګلالۍ مموزۍ» لار موندلې ده.
مموزۍ لومړۍ بهرنۍ تبعه وګړې شوه چې یاد ښار ولایتي شورا ته بریالۍ کېږي.
په خټه دا افغانه مېرمن په نهه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره یوځای جرمني ته تللې چې هلته یې بیا د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې هم وکړې.
نوموړې له شاوخوا نهه کلونو راهیسې د کډوالو د حقونو لپاره یوه ټولنه هم جوړه کړې چې د زیات شمېر افغان کډوالو ستونزې یې هم حل کړې دی.
نوموړې ویلي، که ویاړي چې د افغانې نوم ورپورې تړلی او هر چېرته د یوې افغانې په توګه یادېږي.
هغې زیاته کړې، که څه هم خپله سیاست کوي، خو ټولنه یې له سیاست لرې ده او غواړي چې له زده کړو څخه محرومو افغان نجونو ته په انلاین بڼه د زده کړو زمینه برابره کړې.
مموزۍ زیاته کړې، په دې اړه یې له طالبانو سره اړیکه هم نیولې، خو هغوی ورته تر اوسه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د اسټرلیا سنا ته هم د فاطمې ‎پیمان په نوم یوه افغانه بریالۍ شوې وه.

Comments are closed.

koi finance