The news is by your side.

په کاپیسا کې د قران کریم د ختم د مراسمو پر سر نښته کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېبپاڼه: د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د تراویح د لمانځه پر مهال د قرآن کریم د ختم پر سر د نښتې په پایله کې ۲ تنه وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه پيښه د يکشنبې په شپه د نجراب ولسوالۍ د افغانيه درې په فيروزي کلي کې رامنځته شوې ده.

د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالفتاح فايز وايي، په همدې حال کې يو سپین ږیری چې خبر شوى، زوى يې په ياده شوې جګړه کې وژل شوى، هم د زړه حمله پرې راغلی او مړ شوى دى.

د هغه په ​​وينا، د دې پېښې په تړاو ۳ تنه د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په کاپیسا ولایت کې د تراویح په لمانځه کې د قران کریم د ختم پر سر شخړه د دغه ولایت اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوړي.

Comments are closed.

koi finance