The news is by your side.

طالبانو په پکتيکا کې یو صراف تښتولى دی

خبریال وېبپاڼه: په پکتيکا کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دې ولايت کې یو صراف د طالبانو له خوا تښتول شوى دى.

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې دغه پېښه نن د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يوه طالب جنګيالي په زور د صراف لاسونه تړلي وه او په موټر کې يې سپور کړی و.

ویل کیږي، چې صراف په موټر کې دننه د لاسونو له خلاصولو وروسته له یوه طالب وسله وال سره په جګړه کې و، چې له امله یې ترافیکي پېښه رامنځته شوه.

له ترافيکي پېښې او سيمې ته د طالبانو له رسېدو وروسته معلومه شوه چې برمته کوونکى د دغې ډلې له جنګياليو څخه دى.

په پکتیکا کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تښتونې په پیښو کې د طالب جنګیالیو ښکیلتیا بې ساري نه ده.

څه موده وړاندې د کابل ښار په څلورمه حوزه کې درې وسله والو طالبانو یو سوداګر د تښتولو پر مهال وژلی وو.

Comments are closed.

koi finance