The news is by your side.

نوې لوبه که نوي زیري؟ امریکايي استازی له افغان سیاسونو سره خبرې کوي

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېست د دغه هېواد له سیاسي مشرانو، ژورنالیستانو، د مدني او بشري حقونو فعالانو او سوداګرو سره وویني.

دغه وزارت نن ویلي، چې دغه ناستې به د مارچ له ۱۱مې تر ۱۸مې په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې هېوادونو کې- جلا جلا، ترسره شي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مشخص ډول د ښاغلي وویست د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده: « نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو پرېکړو له امله رامینځته شویو ننګونو د حلولو لټه داسې مهال کوي، چې ملګري ملتونه په بشردوستانه عملیاتو کې د ښځو ګډون او له فعالیتونو منع کولو له امله له ګڼو خنډونو سره مخ شوي، ځکه نو په سیمه کې د توماس وویست ماموریت، د مرستو رسولو د چارو ډاډمنولو په موخه پراخېږي.»

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د واکمنۍ له مهاله، د هېواد اوسنيو حالاتو ته د سياسي حل لارې موندلو په موخه، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د استازو له خوا پرله پسې غونډې شوې، خو دغو ناستو تر دې مهاله کومه مثبته پايله نه ده لرلې.

Comments are closed.

koi finance