The news is by your side.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ متقي سمرقند ته ولاړ

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورمې غونډې ته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي ازبکستان ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن پنجشنبه په یو لړ ټویټونو کې د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د پلاوي د سفر اعلان وکړ، چې د طالبانو په غونډه کې د ګډون لپاره سمرقند ښار ته تللی دی.

دا غونډه د ضیا احمد په وینا، تمه ده چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې په څنډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو له یو شمېر وزیرانو سره دوه اړخیزې ناستې ولري؛ خو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال دا نه دي ویلي، چې متقي به د کومو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره دوه اړخیزه ناسته ولري.

امیرخان متقي په داسې حال کې د ازبکستان پلازمېنې سمرقند ته تللی، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په تېرو درېیو غونډو کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

دا غونډه په داسې حال کې د طالبانو د استازیو په شتون سره ترسره کیږي چې د افغانستان شمالي ګاونډیان د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غړیو په توګه د افغانستان له پولو د تروریستي ګواښونو او د مخدره موادو د قاچاق په زیاتیدو اندیښنه لري.

د طالبانو له خوا د افغانستان تر واکمنۍ وروسته دا د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورمه غونډه ده چې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران په کې ګډون لري.

Comments are closed.

koi finance