The news is by your side.

اوتاوا: تر ۳۰ زرو ډېر افغانان کاناډا ته رسېدلي، خو لا هم ننګونې شته

خبریال وېبپاڼه: د کاناډا د کډوالۍ، کډوالو او تابعیت ادارې(IRCC) اعلان کړی دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې تر ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د کاناډا د کډوالۍ وزیر (شان فریزر) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو وروستۍ الوتنه، د چهارشنبې په ورځ وشوه.

هغه زیاته کړې ده، چې په دغو پناه غوښتونکو کې د افغان ژباړونکو د کورنۍ غړي او هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې یې د کاناډا د ماموریت ملاتړ کړی دی.

د کاناډا د کډوالو وزیر زیاته کړې: که څه هم چې په کاناډا کې د بیا مېشتولو هڅې، زموږ د هیواد په تاریخ کې، ترټولو لوی او ستونزمن کار دی، خو موږ ژمن یو، چې د زیان منونکو افغانانو د ملاتړ او په کاناډا کې د ښه ژوند پیلولو پخاطر، د هغوی د لیږدولو لپاره له هر فرصته ډیره ګټه پورته کړو.»

د کاناډا حکومت تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې ۴۰ زره افغان کډوال به ومني، چې په هغو کې ۵۰۰۰ هغه کډوال هم شامل دي چې د امریکا لخوا ور ورمعرفي کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د دیپلوماتیک او پوځي حضور نشتوالي، هغو وګړو لپاره چې غواړي له دغه هېواده ووځي، «پام وړ ننګونې» رامنځته کړې دي.

Comments are closed.

koi finance