The news is by your side.

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

خبریال وېبپاڼه: د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې ملګري ملتونه به د روان کال د می میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
نوموړي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې د دوحې د تړون د بشپړ تطبیق په اړه خبرې وشي.
هغه لیکلي، د یادې غونډې مشري د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش کوي چې د ټولې نړۍ ځانګړي استازي هم په کې برخه لري.
بل لورته یو شمېر سرچینو ویلي چې یاده ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړیږي چې دوحې تړون ترڅنګ په کې ښايي د طالبانو پر وړاندې د نړۍ والې ټولې پر قاطع دریځ هم په کې خبري وشي.
که څه هم د دې غونډې په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، خو تېره ورځ د افغانستان لپاره د جاپان سفیر له یو طالب چارواکي سلام حنفي په خبرو کې ویلي وو چې طالبان باید د می میاشتې له غونډې وړاندې د نړۍ والې ټولنې غوښتنې ومني.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له واک خپلولو وروسته د ملګرو ملتونو غوښتنې نه دي منلې.

Comments are closed.

koi finance