The news is by your side.

چین د فلسطین او اسرائیلو د خبرو منځګړیتوب کوي

خبریال وېبپاڼه: چین د فلسطین او اسرائیلو د خبرو منځګړیتوب کوي.
چین فلسطین او اسراییلو ته وړاندیز کړی چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې لپاره منځګړیتوب وکړي.
د چين د دولتي خبري اژانس شينهوا د راپور په اساس، د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د فلسطين او اسرائيلو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په ټیلفوني خبرو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د منځګړيتوب وړانديز کړی.
د یادې سرچینې په وینا، چين ګانګ د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير ايلي هڅولی چې د سولې لپاره ګام پورته کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ریاض المالکي سره هم په خبرو کې ویلي، چې بیجینګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ او کوربه توب وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین په هڅو شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د سعودي او ایران ترمنځ له شاوخوا اووه کلونو راهیسې ترینګلې اړیکې هم بېرته ورغېدې.

Comments are closed.

koi finance