The news is by your side.

د امریکا افشا شوي اسناد: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی

خبریال وېبپاڼه: واشنګټن پوسټ د امریکا د افشا شویو اسنادو په حواله خبر ورکړی، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا د داعش د ترور او همغږۍ په مرکز بدل شوی دی.

دغې ورځپاڼې د پنټاګون د پټې ارزونې پر بنسټ خبر ورکړی، چې داعش ډله د افغانستان له خاورې په استفادې په اروپا او اسیا کې د بریدونو پلان لري.

د پنټاګون پټ اسناد ښیي، چې داعش د کلیساګانو او سوداګریزو مرکزونو په نښه کولو سربیره، په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو د برید پلان درلود.

په پنټاګون کې د چارواکو ارزونه ښيي، چې داعش د تېر کال په ډسمبر کې لږ تر لږه ۹ بریدونه پلان کړي وو.

په داسې حال کې چې د روان کال په فبرورۍ کې د پلان شویو بریدونو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

په دې پټو اسنادو کې ویل شوي، “داعش د بهرنیو عملیاتو لپاره یو کمزوری ماډل رامینځته کوي چې د افغانستان څخه بهر په سرچینو تکیه کوي.” که څه هم امریکايي چارواکو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا د پنټاګون د افشا شویو اسنادو په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د دغه هېواد د ملي امنیت د شورا ویاند اډرین واټسن په یوه بیان کې ویلي: امریکا د دې وړتیا لري چې په سیمه کې د دایمي ځواکونو له شتون پرته ترهګر له منځه یوسي.

افشا شوي اسناد دا هم ښیي، چې داعش د نړۍ په ځینو برخو کې هڅه کوي د کیمیاوي وسلو په جوړولو، د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو او په بلجیم یا فرانسه کې د عراقي ډیپلوماټانو د تښتولو په پلانونو کې تخصص ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د سيمې يو شمېر هېوادونو اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو له راتګ وروسته افغانستان د ترهګرۍ په ډګر بدل شو.

Comments are closed.

koi finance