The news is by your side.

د تقدیر پرېکړه

 

د شپې نهه بجې شوې وې خو لا مې ورور له کاره نه وو راستون شوی، مور په جانماز ناسته او دعأ یې کوله چې:
يا الله! ته مې زوی روغ او سلامت کورته راورسوې، سړه سیلۍ هم مه پرې راولې، ای مهربانه ربه! تاته مې زوی امانت دی، ته یې راته وساتې.
کشري وراره مې غورځنګ خپل دواړه لاسونه د مور له غاړې تاو کړل او په غلي غږ یې ورنه وپوښتل:
ادې پلال نه اژي؟
مور مې غورځنګ په تندي ښکل کړ او ورته یې وويل راځي بچی اوس به راشي او تاته به بسکیټ هم راوړي.
غورځنک د هېواد سره په لوبو اخته شو، مور مې ماته مخ راواړاوه او ویې پوښتل اوس هم موبایل نه ځوابوي؟
د نه په دود مې سر مې وخوځاوه چې نه.
وریندار مې هم لکه تش کالبوت د کوټې دروازې ته نېږدې ناسته وه او اندېښنه یې په څېره کې له ورایه محسوسېدله.
لا به څو شېبې نه وې تېرې شوې چې د کور مبايل لومړی ولړزید او وروسته یې غږ پورته شو ورېندار په بېړه ورپورته شوه، مبايل یې راواخیست ویې کوت، سترګې یې زموږ په لور ونیولې او ویې ويل، نابلده نمبر دی.
مور مبایل واخیست بسم الله یې وويل او بلې یې وويل.
د مقابل کس اواز نه وو مور په بېړې وويل بلې اورې هلوو زما غږ درځي؟
مقابل کس له لږ ځنډ وروسته وويل اورم، مورې زه شریف یم د روهید همکار.
مور په بېړې ترې وپوښتل شریفه زویه روهید چېرته دی؟ ولې مبايل نه ځوابوي؟ هاااا!
شریف وويل مورې هيله ده اندېښمنه نه شې روهید ښه دی اوس مهال مونږ روغتون کې یوو.
شریف همدومره وويل او نور غلی شو.
د مور له لاسه مبایل ولوېد او په ژړایې پیل وکړ.
ويل یې:
آآآه زما ګرانه زویه؛ زما د‌ زړه ټوټې په تا څه وشول، ستا ټول درد دې په ما وي زویه.
مبایل مې راواخیست او بلې مې وويل
شریف وويل اورم
ما وويل شریفه وروره په روهید ورور مې څه شوي دي، ولې روغتون کې یاست؟
شریف وويل ما نه غوښتل په دې شپه کې تاسو ته خبر درکړم، خو نه پوهېدم ښایې ستاسو به هم اندېښه وه، روهېد غرمه مهال له زینو ولوېد ښي لاس یې مات شوی دی.
ومې پوښتل کوم روغتون کې یاست؟
ویې ويل رويال روغتون شهر نو کې یوو.
ومې ويل سمه ده موږ هم اوس درځو.
ټول له کوره راووتلو او په يو ساعت کې مو ځانونه تر روغتونه راورسول، شریف همالته ولاړ و، غورځنګ یې په غېږ کې ورپورته کړ او مونږ ته یې وويل چې ما پسې راځئ!
څلورمه ورځ په تېرېدو وه خو لا هم ډاکټرانو سپینه خبره نه وه کړې، د مور حالت مې نور نو بیخي له زغملو وتلی و، په هماغه روغتون کې مې مور هم بستر وه، سبا ورځ د ډاکټر کتنخونې ته ورغلم او ومې پوښته چې ستونزه څه ده، ولې هیڅ نه وایې؟
ډاکټر سوړ اسویلی وکړ او ویې ویل: لورې د ورور دې ښي پښه او ښي لاس دواړه مات دي، او د‌ ملا دوه هډوکي یې هم ترسېدلي دي.
ډاکټر پخپله لاره لاړ، زه لکه بې روحه جسم هیڅ مې پخپلو غوږونو باور نه راته، زما يواځنی ورور او د شپږ کسیزې کورنۍ د هیلو او امېدونو غر.
آآآه څومره هغه شېبه سخته وه، هیڅ نه انځورېږي داچې ورور د خور لپاره څه ارزښت لري، ددې لپاره هیڅ الفاظ نشته چې زه یې اوس دلته ولیکم.
د ورېندار حالت مې هم هغه وچ لرګي ته ورته و چې د سيند ناترسه څپې یې په يوه او بل لوري وړي.
پنځلس ورځې تېرې شوې خو لا هم روهېد له روغتونه نه و رخصت شوی، ټوله هستي او نیستي مو چې درلودله د روهېد او مور په درملنه لاړلې، زموږ له ګاڼو نېولې د کور تر قیمتي توکو پورې مو ټول وپلورل خو دې هم بسنه نکوله، ماما مې هم چې هرڅه په وسه پوره وو ویې نه سپمول خو هغه هم وويل چې خورزې اوس باید بله لاره ولټوو پیسې راسره نورې نشته.
تش په نوم کاکا مې چې هرات کې ژوند کاوه هغه ته مې زنګ وکړ ټوله کېسه مې ورته وکړه، د پیسو د نشتون په اړه مې ورته وويل خو هغه ډېر په سپین سترګۍ بښنه وغوښته او مبایل یې راباندې بند کړ.
هیڅ چاره او لاره مې نه درلودله، زما هغه شپه اوس هم یاده شي چې تهجدو ته راپاڅېدلم او د خپلې بې کسۍ او بې وسۍ په اړه مې الله ته وويل، د خپلې ناروغې مور او يواځني ورور په هکله مې ډېرې چغې وکړې خو د الله بل څه خوښه وه.
ورځې تېرېدې او روغتون هم خپل مصارف غوښتل، ماما هم ورک و؛ نور خپلوان که و هم له بدو بتر و، د هیلو ټولې دروازې مې پر مخ وتړل شوې، نپوهېدلم څه وکړم، مازدیګر مهال کورته راغلم ګورم چې ورېندار مې کور کې نشته اندېښنه مې شوه ژر بهر ووتلم د ګاونډي ماشوم کوڅه کې تېرېده ترې ومې پوښتل چې هېواد دوی چې چېرته دي؟ يواځې یې د کلي جومات خواته اشاره وکړه او بیا خپل کور ته ننووت.
په بېړې د جومات دروازې خواته لاړم، آآآه کااااااش دا صحنه مې په ټول عمر کې نه وای لیدلې، کاااش ددې حالت د لېدلو وړاندې مې روح له تنه وتلی وای، زه به هیڅکله هم هغه شېبه هېره نه کړم چې ورېندار خپل تور ټیکری د سوال لپاره د جومات مخې ته هوار کړی و، او هغه کوچنی او نازولی غورځنک په خړه خاوره پروت ويده و، ای خدایه!
ته لېدونکی او مهربانه ذات یې، خو دا به دې خوښه وه.
ورېندار مې راپورته کړه غورځنګ مې هم په غېږ کې راواخیست او کورته راغلو، ورېندار يواځې همدومره وويل چې کور کې د خوړلو لپاره هیڅ نشته ماشومان وږي دي.
بله لاره نه وه خپل مبايل چې ما د‌خپلې استادۍ په پیسو اخیستی و، د خرڅ لپاره مې يووړ، او په مناسب قیمت مې وپلوره، ځان ته مې یو بل کوچنی موبایل، څه اندازه وچه ډوډۍ او نور خوراکي توکي له ځانه سره راوړل. غورځنګ ويده و خو هېواد په ډېرې بېړې سره وچه ډوډۍ د اوبو په زور له ستونې تېروله، هغه هم غلی و هېڅ یې نه ويل ښایې هېواد هم د تقدېر دې پرېکړې ته حیران و چې څنګه په پنځو ورځو کې وچې ډوډۍ ته کېناستم.
وږي نس، مات او ګوډ ورور، ناروغې مور، په زړه سورۍ ورېندار او خپلې بې کسۍ او بې وسۍ په يوې شېبې کې د ډېرو کارونو کولو ته مجبورولم.
مبايل مې راواخیست زما د ښونځي ټولګيواله نیلوفر ته چې په قام تاجکه وه او په مزار شریف کې یې د خپلې کونډې مور سره په يوې توليدي کارخونې کې مزدوري کوله زنګ وکړ.
ډېره خوشاله شوه ښه تود روغبړ یې راسره وکړ، پوښتنه یې وکړه زینووګګ څه کوې، په څه اخته یې؟
ما خپله ټوله کیسه ورته وکړه او د حل لارې غوښتنه مې ترې وکړه، شېبه غلې وه، تر لږ ځنډ وروسته یې راته وويل: ګوره زه نه پوهېږم په تا به ښه ولګیږي او که بد، خو ستاسو پښتانه نارینه دا بده ګڼي چې له کوره بهر یې ښځې په مزدوریو پسې ووځي ؛ که زما منې مزار ته راشه او دلته موږ سره کار کوه، زه دا درې کاله کیږي چې دلته د مسافرۍ او تنګلاسۍ ورځې شپې تېروم خو چاره څه ده؟
پیسې به یې ډېرې نه وي خو د خپلو وږو وریرونو لپاره به يو څه وکړې.
دلته نورې ښځې هم شته دي له نورو ولایتونو راغلي، او په شریکه مو يو کور کرايه کړی، او د اندېښنې څه نشته.
په هیڅ نه پوهېدمه پرته له سوچ او فکره مې ورته مې وويل چې سمه ده سبا یا هم بل سبا درځمه.
مبایل مې بند کړ په ځای کیناستمه، ما په لومړي ځل داسې يوه پرېکړه کړې وه چې له ډېرو بدو حالاتو سره هم مخ کیدای شوم، خو بله چاره نه وه ما بايد دا سرښندنه د خپلې کورنۍ لپاره کړې وای.
سهارمهال مې ورېندار سره يوځای روغتون ته لاړمه مور مې لږ څه ښه شوې وه خو همدا به یې ويل زویه دا پتا څه وشول؟ آآآه زما بې کسه زويه ترڅنګ دې هیڅ خپل هم نشته، هی بې کسۍ!
مور ته مې وويل چې هرڅه به سم شي مورې هېله کوم خپل ځان دې سمبال کړه ورور مې هم اوس ښه دی، خو د مور زړه و کله ارامېده.
غرمه مهال یې روهېد هم په يوې تذکېرې کې رخصت کړ کورته راغلو هیڅ نه و، کور سپېره ښکاېده زما يواځنۍ اندېښنه د روهېد درمل او د کوچنیو ورېرونو وږي نسونه وو، مور مې ماما ته زنګ وکړ او د پیسو غوښتنه یې ترې وکړه خو د هغه هم خپله کورنۍ او خپل ژوند و، بښنه یې وغوښته.

شپې لس بجې وې مور ته مې د مزار د تګ او هلته په توليدي کارخونه کې د کار کولو وويل، غوسه شوه ویل یې سوال به وکړم د خلکو خیرنې جامې او غوړ لوښي به ومینځم خو دا اجازه نه درکوم.
مورته مې وويل:
مورې!!
زه پوهېږم له کوم څه چې ته ډار لرې زه یې هم لرم خو بله چاره نشته د ورور درمل، د کور کرایه، د‌برق بل او اړینه دا چې دخپلو وږو نسونو مړول په کالو وینځلو او لوښو پاکولو به کله وشي؟
هېله کوم نیلو وويل چې دلته موږ ټولو ښځو يو کور کرایه کړی هیڅ ستونزه نشته.
مور وويل شاېرې خپلوان او تربوران به مو څه وایې؟
ومې ويل مورې! ته د کومو خپلوانو او تربورانو خبرې کوي؟ ورور مې د مرګ سره لاس او ګرېوان دی، په کور کې د خوراک لپاره آن وچه ډوډۍ هم نلرو، خو کومه دي هغه زمونږ خپلوان، خپل تره مو هم تراوسه زمونږ خبر وانه خیست، هیله کوم اجازه راکړه.
مور وويل: هغوی یواځې خبرې کوي، تور پورې کوي، نوم بدي جوړوي ؛ نور یې زموږ له تنګلاسۍ سره څه؟
ومې ويل مورې! دوی چې هرڅه وای ودې وایي کیسه کې یې نه یمه د هرچا حساب د هغه له خپل رب سره دی، هیله کوم په ما باور وکړه.
مور هیڅ ونه ويل په جانماز کېناسته او په لمانځه اخته شوه، زه مې د ورور کوټې ته ورغلم ورېندار مې تړمې اوښکې تويولې او د خپل تقدیر په کړې پرېکړې داهم راضي نه وه.
ورور ته مې وکتل سپین ښاېسته مخ یې اوس تک زیړ شوی و، هغه ښکلې غټې سترګې یې وړې او ننوتلې وې ورټیټه شوم په تندي مې ښکل کړ او تور ښایسته وېښته مې یې په ګوتو ورسم کړل، هیڅ مې ونه ويل راووتم، شپې مې له نيلوفر نه ټول معلومات واخیستل او د سباني سفر ټولې لارښونې یې راته وکړلې، ماهم خپل ځینې توکي سره جوړ کړل او ددې نابلده او له هیبته ډک سفر په اړه په سوچ کې ډوبه شومه.
زه کومه نالوستې، ناپوهه او بې زړه نجلۍ نه وم خو يو ډار مې په زړه کې ریښې ځغلولې او ډارولم یې، خو بله چاره مې نه وه ما باید د خپل ناروغ ورور او وږو ورېرونو لپاره دا د زهرو ګوټ ترستونې تېر کړی وای.
شپه ورو، ورو سپینېدله او د لمر وړانګې هم د کابل د هسکو ودانيو په رڼو ښیښو لګېدلې او بېرته به منعکس کېدې ما مې له موره په ډېرو زاریو او خواریو اجازه واخیسته او د کور ترغټې دروازې راورسېدم، ورېندار ولاړه وه او ژړل یې، یواځې یې همدومره وويل:
شاېرې کوم څه چې ته کوې پرې پوهېږې؟ ته دې له خپل عزت سره لوبې کوې، مکوه له ولږې به نه مرو سوال به وکړو الله به یوه چاره وکړي، خو مه ځه!
زما هم اوښکې نه تم کېدلې یواځې مې همدومره وويل:
بله لاره نلرو تاسو یواځې ماته دعأ کوئ!
په ټولو پام کوه! په الله مو سپارم.
زه له کوره بهر یواځې ډېره وتلې وم خو دا لومړی ځل و چې پښې مې رېږدېدلې او د تلو یاري یې راسره نه کوله، خو زه باید تللې وای، هو باېد تللې وای.
سل زړونه مې یو کړل او ددې نابلده سفر په لور مې لومړي قدمونه واخیستل، له کوره لرې د کوڅې بل سر کې موټر ته پورته شوم او د چمن نومي سیمې مخې ته له موټره ښکته شوم، ځان مې د مزار ته تلونکو لويو موټرو تر هډې ورساوه، موټر کې یواځې پنځه کسه کم وو، اخري سیټ کې دیوې زړې ښځې په ګډون درې ښځې ناستې وې، کلینر مې مخې ته ودرېد ویل یې:
خورې يواځې یوې تورسرې ځای تش دی اخري سیټ کې هلته نورې ښځې هم ناستې دي، زه هم ورپورته شوم ددوی ترڅنګ کېناستم ټولو راسره ستړي مشي وکړه، دري ژبې وې او دوی هم تر مزاره تللې.
موټر خپله لاره په دومره تیزۍ سره وهله چې په اسانۍ مې مخامخ تور سرک هم نشو سحي کولی، له ښېښې بهر مې نظر و او د خپل تېر خوشاله ژوند په فکرونو کې ډوبه وم، د ښوونځي ښکلې او جالبه دوره، ملګرو سره چکر وهل، د کانکور ازموینه، پوهنتون ته بریالي کېدل، دوه کاله پوهنتون ويل، د لیلیې ژوند او …
خو دا ټولې جالبې او خوښۍ یواځې په یوه مېاشت کې بدرنګې شولې، لکه يو خوږ خوب چې ترې راپاڅول شوې یمه.
مازدیګر لمر په پوره ډول سره له سترګو پنا شوی و او تیاره ورو، ورو ویروونکې او زیاتېدله.
نیلوفر ته مې زنګ وکړ او ورته مې وويل چې له موټره ښکته شوم ته چې چېرته یې؟
هغې وويل:
لسو دقیقو کې دررسېږم صبر وکړه!
زه همالته ولاړه وم یخ شمال لګېده، له ونو رالوېدلې پاڼې یې په يو اوبل لورې ورسره وړلې، زړه مې درزېده نابلده ښار، نابلده خلک، نابلده هوا او يو نابلده سفر، ایة الکرسي مې وويله او الله نه مې دعأ غوښتله، نیلوفر هم راورسېدله او په ډېرې مېنې یې په غېږ کې ونېولم او ګرم روغبړ یې راسره وکړ، يوه بالاپوش (کورتۍ) یې زما لپاره هم راوړې وه، زما پر اوږو یې واچوله او روانې شو، د دوو موټرو د بدلولو وروسته د یو زوړ کور مخې ته پیاده شو نیلوفر ويل راځه نازولې جلۍ کور لږ زوړ دی خو ستا په راتلو به ډېر ښکلی شي.
په دې کور کې درې غټې کوټې، درې تشنابونه، مناسب انګړ، د اوبو څاه او زړه څلور ديوالي یې لرله، هره کوټه کې پنځه یا شپږ ښځې اوسېدې، ځینې یې دهمدې ولایت او ډېرې یې له نورو لېریو سیمو راغلې وې.
يوه اونۍ تېره شوه سهار به ملا اذان سره پاڅېدلو او مازدیګر ناوخته به خپلې دې زړې جونګړې ته راګرځېدو.
په لومړیو کې د کوټې نظم سم برابر نه و؛ لډو، پرې (قطعې)، سیګرېټ او د لمونځ نه کول ښه پکې پرېمانه و، خو دا هرڅه مې په اوله اونۍ کې بدل کړل.
پخپل وخت لمونځ، تلاوت، دلډو او پرو ورک کول، د کوټې نظم ساتل او …
آمنه خاله چې په اصل کې د جوزجان او له ټولو مشره وه، ماته به یې ملا ويل، چې مونږ ټولې دې بدلې کړو.
مور سره مې هره ورځ خبرې کولې، ډاډ مې ورکاوه خو هغې به تل ژړلې، د ورور حالت مې هم ورو، ورو مخ په ښه کېدو و خو ډاکټرانو به ويل که ښه هم شي، د پخوا په څېر به نه وي، له درنو او سختو کارونو یې منع کړی و، چې هيڅ وخت به یې نکوي.
وخت لکه روانې اوبه پرمخ روان و، مزار ته زما د راتګ يوه نيمه میاشت مخ په پوره کيدو وه.
ستړيا، وختي له خوبه پاڅېدل، ناوخته ويده کېدل، له کوره لېرې والی او زړه تنګون هغه څه وو چې زما رنګ يې په دې لږ وخت کې بدل کړی و.
زمونږ ددې زوړ کور ترڅنګ ډېر شتمن خلک هم اوسېدل، چې وروسته له ماښامه مې ددې کور دوو نجونو او دريو کوچنيو هلکانو ته د ښوونځي ساینسي مضامين تدریس کول، زه له کوره په پیسو پسې راوتې وم، نو هر ممکن کار چې پیسې پکې وې پرته له دې چې خپلې ستړيا ته وګورم کاوه به مې.
ټولو به ويل چې د څېرې روښنایي او ښکلا دې کمزورې شوې ده، خو اوس زما لپاره زما کورنۍ لومړیتوب درلود، که څه هم په زړه کې ورته ځورېدلم خو چاره نه وه.
غرمه مهال و؛ بهر ښه شړکنده باران اورېده او هوا هم یخه وه، زه د کار ځای څخه د ستړیا د‌ لرې کولو په موخه بهر برنډه کې ناسته وم او د‌باران ننداره مې کوله، د کارخونې په دفتر کې د ماشومانو شور وو، لوبې یې کولې.
نارینه غټ غږ مې تر غوږو شو چې ويل ېي:
بیا مو ولاکه راولم زه مو تر دوه سپېږمو راوستم، زه لا ناسته وم چې منشي راغږ کړ هله باید کار ته دې دوام ورکړې رخصتۍ ته دې لږ وخت پاتې.
ددې‌ ځای مالک به ډیری وخت نه و، په میاشت کې به يو ځل راغی منشي سره به وغږېد او بېرته به ولاړ، زه هم پورته شوم دکار په لور تلم خو په همدې کې یو نري غږ چې ماته یې‌ خاله زینت ويل ودرولم، ترشا مې وکتل، شکلې نجلۍ چې ښکلې او ګرمې جامې یې په تن وې ولاړه وه، په ځیر مې ورته وکتل هیڅ باور مې نه شو کولی، دا ‌زُحل وه، هغه کوچنۍ زُحل چې کال وړاندې‌ په کابل کې زمونږ دېوال شریک او خواږه ګاونډيان وو، په منډه راغله غېږ یې راکړه، په تندي مې ښکل کړه، په دواړو لاسو مې یې مخ ونيو او ترې ومې پوښتل:
دلته څه کوې؟
هغې چې له ډېرې خوښۍ یې سترګې ځلېدلې ويې ويل:
دا خو زموږ کارخونه ده، زه او کوچني ورونه مې له پلار سره راغلي يوو.
خو ته دلته څه کوې؟
غلې شوم نپوهېدم څه ورته ووایم، بیا یې وپوښتل ستاسو کور خو کابل کې دی دلته څه کوې؟
ما هم ورته وويل چې دوه میاشتې کېږي چې راغلې یم او دلته کار کوم، ويل یې ولې مونږ کره نه راځې؟
زه به پلار ته ووایمه چې زینت خاله دلته ده سمه ده؟
ورته مې وويل: نه پام کوه دا خبره دې زمونږ ترمنځ وي، کور کې به هم چاته نه وایې، نه دې مورته، نه انا جانې ته او نه دې هم پلار ته، سمه ده؟ لاندې ځمکې ته یې‌ کتلې او غلې ولاړه وه.
له زنې مې ونېوله او ورته مې وويل سمه ده؟
د هو په دود یې سر وخوځاوه او روانه شوه.
موږ ډوډۍ ته ناستې وو چې د کور دروازه په زوره زوره ووهل شوه، ټولو يو بل ته وکتل، نیلوفر پورته شوه ويل یې زه یې ګورم.
دوه دقیقې وروسته په انګړ کې شور شو، د نیلوفر غږ وو.
ويل یې:
پخیر راغلې مېرمنې، راځئ مهرباني وکړئ ډوډۍ تیاره ده.
زه هم ورپورته شوم چې دهلېز ته ووتلم د یوې ښځې غږ مې تر غوږو شو چې ويل یې:
زینت دلته ده؟
نیلوفر ورته وويل: هو خو تاسې راځئ کوټې ته ډوډۍ تیاره ده اوزینت هم کوټه کې ده.
بهر انګړ ته ووتمه په زُحل مې سترګې ولګېدلې، پوهه شوم چې کور کې یې ټولو ته ويلي دي، د‌ زُحل مور او انا هم انګړ کې ولاړې وې.
مخې ته یې ورغلم عافیه خاله (‌د زُحل انا) چې سترګې‌ یې له اوښکو ډکې وې غېږ کې‌ یې کلکه ونېولم او په سلګو شوه، زما هم زړه ډک و په لوړ غږ مې ژړل، عافیې ترور په سر ښکل کړم اوښکې ېی راپاکې کړې، سر مې ښکته نیولی و چې فریده (د زُحل‌ مور) مې مخې ته راغله او ستړي مشي یې راسره وکړه، د کور ټولې ښځې حیرانې ولاړې وې او ددې صحنې ننداره یې کوله.
د عافیې ترور او فریدې په سترګو کې ډېرې پوښتنې وې، خو ماورته د ډوډۍ ست وکړ، عافیې ترور ويل: هله راځه چې ځو کورته.
ته زما په شتون کې دلته ولې اوسېږي؟ هله ژر کوه!
که څه هم کابل کې مونږ او عافیې ترور دوی څلور کاله دېوال شریک او د مېنې ډک وخت تېر کړی و خو دا پرېکړه هم زما لپاره سخته وه چې دوی کره لاړه شمه، زه لا همدې کشمکش کې وم چې فرېدې له اوږو ونېولم ویې پوښتل:
زینت ته مې داسې غلې او بېچاره کله هم نه وې لېدلې، ته مې د خور په څېر یې او امان دې هم د ورور پڅېر دی، هیله کوم راځه چې کورته لاړ شو؛ عافیې ترور له لاسه ونېولم او مخکې روانه شوه.
څوقدمه وړاندې لاړلو چې چې آمنه ترور مخې ته راغله، ویل یې:
زینت! کومه ستونزه خو نشته کنه؟
دوی سره پېژنې؟
د هو په دود مې سر وخوځاوه؛ امنې ترور په تندي ښکل کړم ويل یې ورځه لورې سبا به بیا کار ځای کې وینو.
پنځلس دقیقې لاره مو په موټر کې ووهله، ټول غلي ناست وو هیچا هم څه نه ويل، ټول وجود مې لړزېده، د خپلې بې وسۍ او بې کسۍ ژوند مې لکه د غره په څېر تر مخ و، ما په لومړي ځل ځان دومره بېچاره او بې څوکه محسوس کړ، د ورور په شتون کې مې ځان بیا هم بې وروره حس کاوه، او لکه لوېدلې پاڼه ځان راته بې ارزښته ښکارېده.
د موټر دروازې د خلاصېدلو سره سم فرېدې له لاسه ونېولم، د ماڼۍ په څېر يو ښکلي څلور پوړیزه کورته وردننه شوو، هرڅه پکې ښکلي، نوي او منظم وو.
يوې لویې کوټې ته ننوتلو په سرو، اوږدو او ښکلو توشکو کیناستلو امان ورور (د زُحل پلار) هم راننوت، له دروازې یې ستړې مشې راته وويل او په مېز ایښي تلویزیون سره نېږدې کیناست، عافیې ترور چې اوښکې یې له سترګو بهېدلې ویې پوښتل: ولې؟
د ولې ځواب ډېر سخت و، لکه ټوله نړۍ چې مې په اوږو ایښې وي، عافیې ترور ته مې وکتل خپله مور مې سترګو ته ودرېدله، سلګيو يو بل ته وار نه ورکاوه، له سره تر اخره مې ټوله کېسه ورته وکړه.
امان ورور هم نارینه غیرت کلک نیولی و له کوټې بهر ووت، خو سترګې یې ډکې وې.
ډوډۍ تیاره وه، ټول ورته ناست وو خو هیچا هم په مړه ګېډه ونه خوړله، سهار لمونځ مې وکړ عافیه ترور راغله او ويل یې چې امان ځي کابل ته، ومې ويل: ولې؟
ويل یې: هغه بېګاه شپې چې ستا کیسه واورېدله غوښتل یې چې همغه شپه تللی وای خو فرېدې پرېنښود، اوس غواړي چې د روهید پوښتنې ته ورشي.
څه مې ونه ويل، خو دومره ارمان مې وکړ چې کاش له دوی سره نه وای مخ شوې، عافیې ترور ته مې وويل:
ترورې امان ورور ته ووایه چې زما په اړه دې هلته هیڅ نه وایې.
لس بجې به وې د عافیې ترور له ډېر ټینګار سره سره بیا هم خپل کار ته لاړم، او یوځل بېا همغه ستړې ورځ پیل شوه.
دوه اونۍ وروسته مې دفتر کې امان ورور وليد، پوهه شوم چې له کابله راغلی دی، د روهید په اړه خواشینی و خو ويل یې چې اوس یې روغتیا ښه وه، خو داچې د پخوا پڅېر به نه وي پرې خفه و.
ماته یې ډاډ راکړ چې هرڅه ته چې یې اړتیا لرله ورته مې پوره کړل او ته نوره اړتېا نلري چې دلته کار وکړې، که غواړې بېرته خپل کورته تللې شې، ما ترې مننه وکړه خو کورته تګ مې ورسره ونه مانه، ځکه نه مې غوښتل چاته اړ واوسوو؛ پیسې یې لږې وي او که ډېرې خو همدې کار ته مې غاړه اېښې وه.
وخت خپله دنده په پوره ژمنتیا سره ترسره کوله، پرته له دې چې چاته وګورې، د چا خبرو ته غوږ کېږدي په پوره چټکۍ سره پر مخ روان و، تورې یخې شپې رڼېدېلې او رڼې یخې ورځې به تورېدلې، ژمی هم ښه په مستيو کې و، د ځمکې مخ به هروخت د واورو له کبله سپین و، واورین موسم ډېر ښکلی و خو زمونږ د ژوند هغه ښکلا اوس نه وه، ورور مې مات په کټ پروت، مور مې د ناروغۍ په بستر پرته د زړه په رنځ اخته، وریندار له خپل تقدیره خفه، کوچني ورېرونه مې د نامالوم او تور برخلیک سره مخ او زه د اوبو په يو داسې ګرداب کې ګېره چې نه یې ساحل درلود او نه یې ډوبولم.
ژوند ډېر بې رحمه دی نه له چاسره خپلوي پالي او نه د چا مجبوریت ته ګوري؛ پخپله خوښه پرمخ ځي او مونږ یې له ناچارۍ په لمن کې رغړو.
خو دا ژوند زمونږ پښتنو د خپل ځان لپاره دومره راتنګ کړی چې هیڅوک د بغاوت کولو جرأت نشي کولی، هغه ډېر ښه وایې چې:
الله یې ویني، خو پرده اچوي او انسان هیڅ نه ويني خو چغې وهي.
زه بیا دا وایم چې پورته خبرې کټ مټ د پښتون نارینه ذهن انځور کړی، پښتون نارینه ذهن او فکر زما لپاره یواځې بې ځایه غیرت، لنډ او محدود فکر، ژوند پخپله خوښه تېرول خو خپلو ښځو ته د داسې یو حلقې جوړول چې ترې بهر کېدل یې د سر سودا ده.
مزار ته زما د راتګ دوه میاشتې او دولس ورځې پوره شوې وې، عجیبه او له حیرانتیا ډکه خبره زما لپاره داوه چې د مور او ورور مبایل مې دا دوه ورځې کېدې چې بند وو، مور کله هم داسې نه کول پیسې به یې له شبکې قرض کولې خو زما احوال به یې د ورځې دوه ځلې اخیست؛ خو نن دوېمه ورځ هم په ختمېدو وه چې مبایل یې بند و، زما اندېښنه هم ډېرېدله خو پرته له دې چې په تمه پاتې شم، بله چاره مې نه لرله.
امان ورور هم نه و، ګاونډي هېواد ته پخپل تجارت پسې تللی و، زما لپاره نوره د زغملو نه وه مبایلونه بند وو، هیڅ نپوهېدم ولې؟
د ورور حالت به څنګه وي؟
په مور مې څه شوي دي او که کومه بله خبره به شوي وي؟
عافیې ترور سره مې خبره شریکه کړه او ورته مې وويل چې نوره ځمه کورته، هغې به نو څه ويل؛ زما خوښې ته یې کتل، ماهم د تللو پرېکړه وکړه.
نیلوفر او د کوټې ښځو سره مې هم خبره یاده کړه، ټولې غلې وې؛ آمنې ترور ويل:
لورې! که زموږ په وسه څه وي پرته له فکر کولو یې درته کوو، خو دا داسې یوه موضوع ده چې موږ هم حیرانې یوو.
له ترور مې مننه وکړه او سبا ته مې ځان کابل ته د تللو لپاره چمتو کړ.
ټوله شپه په يو او بل اړخ اوښتلم خو خوب نه و اندېښنه مې ورو، ورو ډېرېدله، تر دې چې د شپې سکون او ارامي د جوماتونو هسکو منارو او د لرې او نېږدیو کورونو چرګانو د اذانونو په پورته کېدلو سره ماته شوه.
پوهېدم چې دا درې میاشتې زما لپاره د ژوند ترټولو سختې او بدمرغې شېبې وې، خو له دې زړې چاردیوالۍ او پکې ددې شته بې وسه او بې کسو انسانانو نه بېلېدل هم لکه خپلو ګوتو د نوکاو ویستل وو، دا خلک د مادي شتمنۍ له پلوه په هیڅ حساب وو، خو کومه مینه، يو بل ته درناوی، صمیمیت، درک کول، عاجزي، معنوي ښکلا، او …
چې ددې خلکو ترمنځ شتون لري ساری یې په هیڅ ځای کې ما ونه لېده دې بد مرغه ښځو د نورو د بدیو کفاره ورکوله، دوی له مجبوریته په دې زړو او بوی ناکو کوټو کې دا سختې شپې او ورځې تېرولې، کونډې چې خاوندان یې بدمرغې جګړې ورسره وړي وو، بې وروره خوېندې چې دخپلې زړې مور او کوچنیو خوېندو وږو نسونو تردې ځایه را رسولې وې، د روږدو معتادینو خوېندې ښځې، دې هرې تور سرې خپله د ژوند دردناکه کیسه لرله خو زما له انده د دلیکلو لپاره یې الفاظ نه لرم، دا خلک زما لپاره هم کورنۍ او هم ښونځی وو، زما ملاتړي وو، زما قوت وو.
خو هغه شېبه هم راورسېده چې له دوی بېلېدل هم باید وزغمم، ډېره سخته وه په سرو سترګو او ماتو زړونو سره جلا شوو.
نیلو که څه هم زما سکنۍ خور نه وه، او نه یې هم کوم مسؤولیت زما پروړاندې لاره، خو هغه مې لکه سکنۍ خور تر شا ولاړه وه، هغې زه له لوېدلو ژغورلم، هڅولم یې، او د ژوند له سختیو سره یې د جنګ کولو مهارت راښوده، هغې ورور نه درلود او پلار یې هم بدمرغې جګړې ترې اخیستی و؛ خو هغې کله هم له خپل ژونده شکایت نه کاوه، ما چې له هغې سره له کومې ورځې پیژندلي دي هغه لکه د حوصلې او زغم غر داسې وه، هغې خپل ټول عمر د خپلې کورنۍ د وږو نسونو په مړولو تېر کړی و، هغې به ويل غربت دا نه دی چې په نس وږي شو، اصلي غربت دادی چې د وږو نسونو د مړولو لپاره ځانونه ناګاره واچوو هغه که خپل وي او که پردي.
نیلو زه د موټرو تر تم ځایه بدرګه کړم، د وروستي خدای په امانۍ پر مهال یې یوازې د کیڼې سترګې څخه د اوښکو يو غټ څاڅکی پر ځمکه ولوېد او دایې وويل:
زینت پخپله ښه پوهېږې خو دا واوره چې د وږو هدیرې نه دې جوړې شويو خدای چې زمونږ خولې سورۍ کړي دي نو د مړولو لپاره یې ډېرې لارې پرانیستې دي، ته باور وکړه چې ژوند ډېر اسانه او ښکلی دی، خو د هغو خلکو لپاره چې په ځای ناست دي او ژوند‌ ته له تنګې زاویې ګوري نو بیا په رېښتیا هم ژوند سخت دی، ژوند ددې ډول خلکو لپاره دریاب ګرځي او په بې رحمۍ یې خپلې تورې او له وحشته ډکې خېټې ته کوزوي، هااغه مخامخ غر وګوره چې سپینو واورو پوښلی دی، له لرې ښکلی او ځلېدونکی بریښي خو منځ یې له تورو او کلکو ډبرو ډک دی، توپیر یې زمونږ له ژوند سره یوازې دومره دی چې،
زمونږ ژوند ټول د واورو غر دی، یوازې لاره پکې جوړل غواړي، نور ټول سکون دی.
د نیلو يوه يوه خبره يو يو کتاب و، زه یې په ګاډي کې کېنولم او پخپله په چټکو قدمونو د سرک بلې غاړې ته واوښتله او تر هغې مې پسې کتل چې له سترګو پنا شوه.
لمر په پوره ډول د ځمکې هرګوټ روڼ کړی و، هر ساه لرونکی په خوځښت و او زما اندېښنې هم يو ځل بیا راوېښې شولې، ورور به څنګه وي؟ مور مې ولې زنګ نه وهي؟ څه خبره به شوې وي؟ خو نه پوهېدلم.
موټر يو ځل بیا د خپلې موخې په لور په دومره تیزۍ روان و چې اندازه یې نه کېدله؛ سپین غرونه د خپل عظمت او لوی والي سره اوږده غځېدلي خاموشه پراته وو، ونې او بوټي د سپرلي په رانېږدې کېدلو سره مسک مسک کېدل او الوتونکو هم په ډېرې خوښۍ د هوا زړه څېره او نڅېدل به.
الله چې هرڅه دخپل بنده په نصیب کې لیکلي وي همغه ور رسي او زه ناخبره خپل تقدیر ليکلو کرښو ته ورنېږدې کولم.
له درېو میاشتو وروسته ما بیا هم د کابل په زړه خپل قدمونه کېښودل، هوا هماغسې سړه وه، زه‌ د خپل کور په لور رهي شوم، څه وخت وروسته د خپل کور د کوڅې په سر کې ولاړه وم، زړه مې په زوره زوره درزېده، ټول وجود مې لړزېده؛ پښو مې سستي کوله نری شمال لګېده خو ما داسې حس کاوه لکه يو بد خبر چې تر ما رارسوي.
د دروازې لاستی مې تاو کړ خو دروازه له دننه خوا بنده وه، دروازه مې وټکوله؛ شېبه نه وه وتلې چې د دروازې لاستی تاو شو، ورېندار وه له حیرانۍ یې نېږدې سترګې بهر راووځي، خوله یې خلاصه پاتې وه، ستړي مشي مې ورسره وکړه، سر په سر مې همداسې پوښتنې ترې کولې د ورور په اړه د مور د هېواد او غورځنګ په اړه؛ ویل یې ټول ښه دي خو …
زه مې د ‌ورور او مور لیدو ته تږې وم، انګړ ته ننوتلم خو ورېندار مې له لاسه کش کړم او د مېلمنو کوټې ته یې بوتلم؛ ومې ويل غواړم ورور ته مې ورشم، مور مې چېرته ده؟
ورېندار ويل صبر وکړه زه مور ته غږ کوم.
مور په داسې حال کې چې اوښکې یې له سترکو بهېدلې په غېږ کې یې کلکه ونېولم، په سلګو وه، دومره یې وژړل چې اندازه یې نکېدله د اسمان مخ هم ویروونکو وریځو نیولی و او په چوپتیا یې زموږ ننداره کوله، مور ويل:
ما خو درته وويل لورې خو تا نه منل او خپله خوښه دې وکړه؛ تا دې خپل فرض ادأ کړ، تا هغه څه وکړل چې میړني او غیرتي خلک یې هم نشي کولی، تا دې خپل کوچني ورېرونه له ولږې وژغورل، ته دې د خپل ورور د ملا تیر جوړه شوې او له مرګه دې وساته، تا دې خپله زړه مور د نورو د خیرنو جامو او غوړو لوښو له وينځلو وساتله، تا دې خپله ورېندار له سوال او ګدايۍ کولو وساتله خو …
دا خلک اوس غواړي چې په ډېر بد ډول یې بدله درکړي؛ آآه زما زړورې لورې! نپوهېږم ته یې له کومې خاورې جوړه کړې یې، زه ستا غیرت ستا په دې بې غیرته او کم اصله خپلوانو نه ورکوم، زه څه نشم کولی خو هو؛ ته یې کولی شې، لکه څنګه دې چې خپله کورنۍ وژغورله اوس دې باید ځان هم وژغوري.
هیڅ نه پوهېدم چې مور مې څه وایې او مطلب یې څه دی؛ ورېندار ته مې وکتل دهغې سترګې هم له ژړا سرې وې، مورته مې وويل:
مورې څه خبره ده؟
څه شوي دي؟
ولې داسې وایې؟
ورور مې څنګه دی؟
مور ويل: ورور دې شکر اوس ښه دی، خو ترونه او د تره زامن دې ستا له تللو خبر شوي دي، ټول راغلي وو احمد، سنکین او رشاد تا پسې مزار ته درغلي دي خو نه پوهېږم چې ته څنګه تردې ځایه راورسېدلې، ما خو په مړو کې شمېرلې وې؛ هغوی درته بدلمنه وایې، دوی وایې چې پېغله نجلۍ په کیلو مټرو کیلو مټرو لرې په بل ولایت کې مزدوري کوي، د شپې او ورځې ورکه وي، خدای خبر چې څه به کوي؟
لورې! ما خو درته وويل چې دا خلک يوازې نوم بدي جوړوي، خو ته دې د خپلې کورنۍ په غم کې دومره ورکه وې چې دا هرڅه دې هیر وو.
مور ته مې وويل:
مورې! هیله کوم داسې مه وایه!
زه یې کیسه کې نه یمه، دا خلک مونږ ته هیڅ نشي ویلی؛ پریږده چې هرڅه وایی وایی دې، زه الله ته مالومه یمه، بس چې ورور مې ښه وي او اړینه دا ده چې دې خلکو ته يوازې همدومره ووایی چې ستاسو یې زما له خور سره هیڅ کار نشته، بیا یې زه په علاج پوهېږم، دلته قانون شته، دولت شته، هرڅه به سم شي.
مور مې ويل: زینت! ورور دې په داسې حالت کې نه دی چې دا فرعونيان یې خبرې ومني، دا وګوره!
مور مې خپل لستوڼی پورته کړ اووف خدايه! د مور مټې مې تکې شنې وې، ومې ويل: دا ولې؟
مور يوازې ژړل؛ د اوښکو څاڅکو یې یو بل ته وار نه ورکاوه، آآآآه خدایه تا هرڅه لیدل، ته په هرڅه قادر او برلاسی وې خو د ظالمانو د ظلم کولو پرمهال چوپ وې.
د مور مټې مې ښکل کړې، اوښکې مې وچې شوې وې، نه انځوريږي هغه شېبه د لیکلو الفاظ لپاره ورته نلرم؛ کااااش ژوندۍ نه وای راغلې.
ورېندار مې ويل:
شاېرې! دا پنځلس شل ورځې کیږي چې قاسم او فېروز (دوی زما د پلار تره زامن وو) راغلي وو، ستا له تللو خبر شول، له ډېرې غوسې نه پوهېدل څه وکړي؛ هغه بد الفاظ او نا رواوې یې ویلې چې په خوله یې درته نشم ویلی، ويل یې چې دا بدبخته خلک مونږ ته نوم بدی جوړوي، دې جلۍ چې ښوونځی ولوست او پوهنتون ته لاړه سترګې یې وشکېدلې، ته ددې جرأت ته ګوره چې اوس دومره لرې په پیسو ګټلو پسې تللې ده. نور به دې څه سر خوږوم د کور مبایلونه یې له مونږ نه واخیستل، چې خبر درنکړو ټول راټول شول او په دې صلاح شول چې تا همالته له منځه يوسي او دا خبره همداسې غلې پاتې شي، کله دې چې مور ورته وويل چې مخکې چېرته و ستاسو دا غیرت؟ هغه مهال چې زما زوی د مرګ سره لاس او ګرېوان و، هغه مهال چې زما اینګور د جومات مخې ته سوال کاوه چېرته و ستاسې غیرت؟ مونږ چې کله دخپل کور ټول سامان او ګاڼې وپلورلې؛ زما لمسي چې له ولږې په شپو شپو نهاره ويده کېدل چېرته و ستاسې دا ناولی غیرت؟ که تاسې زمونږ لاس نیولی وای او د خپلوانو په توګه زمونږ ترڅنګ درېدلی وای اوس به زما لور په کور کې وای، هغې به ولې په ښځې ځان باندې مزدوري کوله؟ هغې دا هرڅه ددې لپاره وکړل چې ورور یې په کټ پروت او کوچني وریرونه یې له ولږې سم په لاره نشول ګرځېدلي.
هغې خو تاسې ته هم وويل چې په کور کې وچه ډوډۍ هم نه لرو، خو تاسې ته هغه مهال دا سترګوته ونه درېدل چې دا هم زموږ غیرت او ناموس دی.
ددې ټولو خبرو نه وروسته هغه يو سترګي قاسم مور په ډېر بد ډول ووهله، کله چې زه ورمخته شوم زه یې هم په څپېړه دومره کلکه ووهلم چې له غوږه مې وینې راوبهېدلې، شاېرې ورور دې له ځایه نشو پاڅېدلی، هغه اوس هم په ځای پروت دی؛ آن سمې خبرې هم نشي کولی، کله چې ستا له تګه خبر شو رنګ یې بدلون وموند، هغه هره شپه په پټه د بې وسۍ اوښکې تويوي، خو په خوله هیڅ نه وایې.
آآآه خدایه!
څه ووایم؟
نه پوهېږم وژاړم او که وخاندم؟
دا شو زمونږ غیرت، د‌ خدای لپاره ما دې هريو ته پخپله زنګ وکړ، له ټولو حالاتو مې خبر کړل، د ورور له حالته، د مور له حالته، خو دوی زه ځواب کړم؛ تو لعنت دې وي په داسې غیرت او ناموس، لعنت دې وي.
مور په داسې حال کې چې لاندې یې ځمکې ته کتل له ځان سره یې ويل: هغوی دې وژني، نه دې پرېدي که نن نه، سبا، که سبا نه، بل سبا …
مور مې پخپلو لاسونو کې زما مخ ونيوه په سرو او غړېدلو سترګو یې وويل:
ستا په سترګو کې اوښکې ښې نه ښکاري لورې! ته دې باید ځان له دې داړونکو خنزیرانو وژغورې، هو ته باید لاړه شې، زمونږ کیسه کې مه اوسه! مونږ به يوه چاره وکړو خو ته له دې ځایه لاړه شه!
مور ته مې وويل چې مورې! هیله کوم داسې د‌لېونیو په څېر مه غږېږه! دا زمونږ کور او زمونږ ژوند دی، هیڅوک حق نه لري او نه دا اجازه چاته ورکوم چې مونږ ته په لوړو سترګو وګوري؛ زه چېرته لاړه شمه؟ , چاکره او چاته ورشمه؟ ترکومې به تښتمه؟ ما هیڅ نه دي کړي او نه له چا ډارېږمه.
زه نه، دوی باید‌ وتښتي؛ راځه همدا اوس د پولیسو حوزې ته ځوو خپل ټپونه دې وروښیه! هرڅه سمېږي، اندېښنې کولو ته هیڅ اړتیا نشته.
وریندار مې ويل: نه؛ مور دې سم وایي دا خلک په پخپلې ناپوهۍ کې دومره غرق دي، چې نه قانون پېژني او نه دولت، دوی خپلې دې بېغیرتۍ ته د‌غیرت نوم ورکوي او د ناموس په نوم هرهغه ناشونې شونې کوي چې هیڅ د تصور وړ نه وي.
شاېرې! هیله کوم زمونږ خبرې ومنه! زما د ورور کورته لاړه شه، خو دلته مه اوسه، هغوی هروخت راتللی شې.
د ورور او د خپلې کورنۍ غم يو لورته؛ او ددې خلکو دې ډول ذهنیت او فکر بل لورته، حقه حیرانه په ځای کېناستم، لکه تش کالبوت هیڅ مې فکر کار نه کاوه، مور ته مې وويل چې غواړم ورور مې وګورم، خو هغې ټينګار کاوه چې ورور دې په پوره ډول خواشینی دی، خپل درد او ددې خلکو کړنې یې بس دي که تا وګوري ښایې ویې نشي زغملی.
خو د مور خبرو ته مې غوږ کېنښود او سیده د ورور کوټې ته ورغلم، زما يواځینی ورور هماغسې بې سېکه او دردمن پروت و، مخې ته یی ودرېدلم، په تندي مې ښکل کړ؛ ما مې خپل ورور په لومړي ځل ولید چې له سترګو یې د ناچارۍ اوښکې بهېدلې، ورته ومې ويل چې هېله کوم وروره! هیله کوم ته زمونږ قوت او توان یې، که ته داسې وکړې نو مونږ به څه کوو؟ هیله کوم ته د چا کېسه کې مه اوسه!
د ورور اوښکې مې ورپاکې کړې، ورور مې مخ بل لورته واړاوه، پوهېدلم نارینه غیرت یې دا ورسره نه منله چې پېغله خور یې له کوره بهر شپه او ورځ په مزدورۍ پسې وتلې وي، خو دا یې بايد منلې وای. مور مې دورور په مخ کې هم زما د تللو وويل چې د ‌ورېندار پلارګنۍ کره لاړه شمه، ورور مې هم د هو په دود سر وخوځاوه چې یعنې باید لاړه شمه، ما بیا هم نه منله؛ خو مور مې مجبوره کړم.
ټوله شپه وېښ ناست وو، زه د ورور سر ته ناسته وم.
ای خدایه!
ای‌قهار او غفاره ربه!
څه ډول مینه او محبت دې د خوېندو په زړونو کې د ورونو په وړاندې اچولی دی؛ چې اندازه یې نکیږي؟
دا بدمرغه شپه دومره اوږده شوه چې هیڅ نه سبا کېدله، نه پوهېږم کله او څه ډول به ویده شوې وم، چې يو وخت مې مور په تندي ښکل کړم او د لمانځه لپاره یې راپورته کړم.
هی هغه رېښتیا وایې چې: غر به درپه سر کړم خو طاقت به یې درکړم. هغه سهار يو ځل بیا راغی چې زه له کوره راوتلم، ورور مې له ناچارۍ تر اخره پورې ماته ونه کتل او مور مې بې هوښه په کټ کې پرته وه، يوازې ورېندار، کوچنی غورځنګ او هېواد تر دروازې پورې راسره راغلل او زه په داسې حال کې چې هیڅ نه پوهېدم څه کوم؟ چېرته ځم؟ چاته ځم؟ د سرک په لورې راغلمه.
له ځانه مې کرکه وشوه، دومره مې خپلې بې وسۍ ته غوسه راتله چې آن د اسمان لورته مې هم په غوسه کتل؛ زه ددې ځمکنیو خدايانو دې ډول انصاف ته حقه حیرانه وم، دا نو کوم ډول غیرت شو؟ دا کوم ډول وجدان شو؟ خو لکه لاسونه مې چې تړلي وي هیڅ مې په وسه پوره نه وو، زه دومره اندازه په پښو تللې وم چې نوره مې ساه تنګه شوه او پښو مې درد پیدا کړ، خو دا چې چېرته به ځم؟ چاکره به ځم؟ هیڅ نه پوهېدم.
موټر ته پورته شوم يو وخت مې فکر شو د دارلامان لوی سرک ته راورسېدلم، ستاسو به هیڅ باور نشي چې زه له سهاره څه په پښو او څه موټرو کې ټوله ورځ وګرځېدم، تر دې چې لمر هم نور زما له ستړي حالته ستړی شو اوخپلې وړانګې یې ورټولې کړلې، هوا تیاره کېدله، څراغونه ورو ورو روښانه کېدل او خلک خپلو کورونو ته ستړي روان وو.
زه دومره له هرڅه بې پروا وم چې هیڅ مې د تورې تیارې له خورېدلو وېره نه وه، حال دا چې ددې هېواد په ښارونو، بازارونو او کوڅو کې وروسته له ماښامه د انسانانو په څېره کې وحشي او داړونکي ځناور راخورېدل، ورو ورو روانه وم، د موټرو ګڼه ګوڼه بیخي ډېره شوې وه، دومره ستړې وم چې هیڅ د تللو سیکه راکې پاتې نه وه.
اية الکرسي مې وويله، په ځان مې چوف کړه؛ لکه چا چې لاس نیولې موټر ته پورته کړې اوسمه، زه یو ځل بیا د‌خپل کور په لورې روانه شوم، هو؛ هماغه کور چې د مرګ جلاپانو پکې زما د مرګ هوکړه کړې وه او زما ورتګ ته یې‌ شېبې شمېرلې، لکه داړونکي لیوان چې ټپي هوسۍ ته څک غوږونه ناست وي او د‌ ورنېږدې‌ کېدو‌ شېبې ورته شماري؛ دوی هم همداسې زما په تمه وو.
ما هیڅ داسې کار نه و کړی چې د خپلې کورنۍ عزت ته مې زیان رسولی وي، که زما جرم زما د کوچنیو ورېرونو د وږو نسونو مړول و، که زما جرم خپلې زړې مور او ټپې ورور ته درمل او ډوډۍ راوړل و، که زما جرم خپله ورېندار له سوال کولو راګرځول و، بیا زه مجرمه يمه؛ هو زه دا جرم منم، خو دوی غوښتل ماته د داسې جرم سزا راکړي چې کول یې څه؛ آن مایې په اړه فکر هم نه و کړی، خو زه دومره سخت زړې او ډارنه نشوم کیدای، ما مې خپل مات او ګوډ ورور خپل کوچني لار ورکي ورېرونه، خپله ناروغه مور او يواځینۍ وریندار يواځې نه شوای پرېښودای.
د دوی یوازینۍ هیله زه ومه، د دوی د‌ غړیدونکو سترګو يوازینۍ اسره زه ومه.
زه يو ځل بیا هم د خپل کور د کوڅې سرکې له موټره راښکته شوم، په رېږدېدونکو قدمونو، پیکه خړې څېرې او درزېدوکي زړه سره مخ په لمرخاته د کور خواته رانېږدې کېدمه، ما لا د خپل کور د دروازې لاستی تاو کړی نه و چې يو اشنا غږ مې غوږونه څک کړل، کوڅه کې د لګېدلي ګروپ په روښنايۍ کې مې لږ مخکې دويم پوړ ته وکتل، روزبینې د لاس په اشاره وروغوښتلم؛ ستړې وم، ماته وم، هیڅ سیکه راکې نه وه، هرقدم راته لکه د غره پڅېر دروند او سنګین ښکارېده، خو روزبینه د خپل کور تر دروازې هم راوتلې وه او په چټکو قدمونو زما خواته را روانه وه، له لاسه یې ونیولم او خپل کورته یې په زور کشولم، لاس مې ترې خلاص کړ، ورته ومې ويل:
روزي څه خبره ده، ولې مې لاس کش کوې؟
هغې مې زنه ونېوله ويل یې:
شاېرې! هېله کوم مه زه کورته دي، راځه مونږ کره مور مې درته غږ کوي.
ومې ويل: اوس خو ناوخته دی سبا ته به د راضیې ترور پوښتنې ته درشمه، خو روزي مې لاس کشولو او په زور یې دکور تر دروازې ورسره بوتلمه؛ راضیه ترور هم ولاړه وه، د ژړا په حال کې یې ویل راځه لورې دننه راشه! ومې ويل ترورې اوس خو ناوخته دی سبا درځمه، ژمنه ده، خو راضیې ترور ويل:
ته د کوم سبا خبرې کوې لورې؟ هغه سبا چې وار له مخه تیاره شوې ده، هغه سبا چې هیڅکله به یې لمر پخپلو سترګو ونګورې؛ راځه دننه راشه! روزي ويل چې رشاد، … او … تاپسې مزار ته درغلي وو غرمه مهال کورته راغلل، د ماښام تر اذانونو پورې ستاسې له کوره شور او چغې راوتلې؛ د مور، وريندار او د وريرونو د ژړا اوازونه دې هم ورسره وو، هغه ړوند تره دي يواځې همدا ويل چې دا بد ذاته او بدکاره نجلۍ چې ونه وژنم زړه مې ارام نکوي، دې جلۍ زمونږ د ټول ټبر او قبیلې نوم وشرماوه، که په ځمکه ژوندۍ ننوتې هم وي، ترې راباسم يي او پخپلو لاسونو يې وژنم. فکر کوم چې مينې وريندار دې کوم څه ورته وويل هغه یې هم ووهله.
اسمان ته مې وکتل، ځای ځای یو نیم ستوري پکې ځلېدل، په ګيله منو سترګو او په ګيله منه ژبه مې په داسې حال کې چې ستونی مې غریو نیولی و، او سترګې مې ډکې وې الله ته وويل:
ته ولې چوپ یی؟ تا زما دکوچنيو وریرونو د معصومو سترګو د اوښکو خاطر هم ونکړ، ته د هغو چغو په پورته کېدلو چې ټولې کوڅې اورېدلې دي هم چوپ وي، تا د هغو زورورو او ظالمو لاسونو ننداره په چوپه کوله چې زما په ناروغې مور او کمزورې ورېندار پورته کېدل؛ ولې؟ ولې؟ ازموینه دې ډېره اوږده نه شوله؟ نور ترکومې؟ سوال مو وکړ، هرڅه مو وپلورل، نوم بدې شومه نور څومره؟ مونږ دې هم بنده ګان يوو، ولې هیڅ نه وایې؟ دا خلک ولې ژوندي په ځمکه نه ننباسې؟
د روزبینې او راضیې ترور په ټينګار زه د دوی کور کې پاتې شوم، ټوله شپه وېښه وم، او د بام له سره مې د خپل ویجاړ او تالا شوي کور ننداره کوله، زه د‌يواځیني عادل خدای دې بنده ګانو او د‌هغه له لوري د‌ رالېږل شوي مهربان پېغمبر دې امتیانو ته په سوچ کې ومه‌، چې څنګه دومره بې انصافه او ظالمان کیدلی شي؟ خو هیڅ مې په وس پوره نه وو؛ زه بې وسه وم او د فریاد اورېدلو مې هیڅوک نه و، له روزبینې مې د قلم او کتابچې غوښتنه وکړه، او پخپله د دوی د کور د دوهم پوړ هغې کړکۍ ته نږدې په څوکۍ کېناستم چې زموږ کور ترې ښکارېده، کله به مې فکر د خپل کور د انګړ په منځ کې د مڼې هغې ونې ته شو چې ماپکې د ماشومتوب خواږه ټالونه خوړلي وو او کله به مې فکر د کتابچې سپینو پاڼو ته کړ چې ما د تېرو شویو پېښو په لیکلو تورَولې. دا هرڅه لکه يو خوب وو، هغه هم داسې خوب لکه خواږه زهر؛ چې دې زهرو به لومړی خوله خوږوله خو وروسته به یې کولمې سره څېرلې او ژوند ته به یې د پای ټکی اېښوده.
داچې سبا به څه کیږېو ژوند به مې بیا په کوم پیچومي وربرابروي؛ نپوهېږم، خو زما ټوله اندېښنه به زما کورنۍ ته وي، خو زه بیا هم له خپل مهربانه رب د ناچارو چاره ګر ذات څخه دا غواړم چې ورور مې بېرته په وجود روغ شي، خپلو اولادونو او خپلې ناروغې مور ته راوګرځي او يو ځل بیا د کوچني او نازولي غورځنګ هغه اوازنه چې هېواد ته به یې په چغو ويل:
(پلال لاغی، ماته پاپر راورل، تاته یې نه راکوم) د کور له انګړه راپورته شي، خو چې زما دا ارمان به پوره شي او کنه؟ دا به پرېږدو د سبا تر رڼا خورېدلو پورې.
زړه چاودون، بې چاره ګي او زینت – زینت – زینت – زینت؛ د کوم سبا په اړه چې زینت پورته لیکلي دي، هغه سبا کاش هیڅکله نه وه راغلې، د هغه سبا نه مخکې چې کومه توره تیاره خوره وه، کااش هیڅکله نه وه رڼه شوې، هغه سبا به زموږ او ستاسې لپاره رڼا وه، روښنايي به وه او هیلې به وې، خو؛ دا سبا د دوو کسانو د ژوند پای و.
په هغه سبا چې کله د جوماتونو اذانونو د خاموشې ځمکې خاموشي ماته کړه، مور مې زه او زینت له خوبه راپاڅولو او يو ځای مو لمونځ وکړ؛ مور مې د سهار چای په تیارولو پسې پورته شوله، زه د کتاب په لوستلو بوخته شوم، خو زینت هماغسې په جانماز ناسته او تلاوت یی کاوه، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدلې، اوږده دعا یې وکړه او له کوټې بهر ووتله.
لمر په تیندکونو د تورو غرونو له څوکو راپورته کېده او د ځمکې ګوټ ګوټ ته یې ځان رساوه، چې په همدې وخت کې د کلي خاموشي دريو ډزو ماته کړه؛ دا ډزې زموږ له کوره درې کوره وړاندې د زینت دوی په کور کې وشوې، چې په دې سره د مڼې له هغې ونې چې د زینت دوی په انګړ کې ولاړه وه مرغۍ هواته والوتلې او يو څو پاڼې له ونې د ځمکې په لور په غورځېدو شوې.
ما خپل لاسونه چې د‌لوښو وینځلو په مایع ککړ وو، زر زر پاک کړل، پرته له دې چې مورته ووایم په منډه له کوره ووتم، سرتور سر او لوڅې پښې نېغه د زینت دوی انګړ کې ودرېدم؛ داسې یوه چغه مې له خولې ووتله چې اوس (درې میاشتې وروسته) مې هم هغه چغه له ذهنه نه وځي.
زما پخپلو سترګو هیڅ باور نه کېده، لکه میخ وچه کلکه ځای پرځای ودرېدلم، د هغې صحنې په لیدلو سره نږدې و چې سترګې مې بهر راووځي؛ له ما نه څو قدمه وړاندې زینت او مور یې په سرو وینو کې لت پت پرتې وې، څنګ ته یې دزینت هغه یو سترګی تره په داسې حال کې چې د وسلې خوله یې د خپلې پګړۍ په شمله پاکوله ولاړ و او د منافق پڅېر یې سترګې ځلېدلې، د انګړ په بله خواکې د کوټو مخې ته د زینت ورېندار له خپلو دواړو زامنو سره چې له چغو او سورو یې غوږونه ګڼېدل ولاړ وو؛ د تازه بهېدونکو سرو وينو سر دروازې ته نږدې کوچني لښتي ته چې اوبه پکې بهر کوڅې ته وتلې راووت.
د‌ زینت مور کله چې د هغې لېور غوښتل ددې يواځینۍ او بې ګناه لور په ګولۍ وولي، د هغې مخې ته درېلې وه او د ډېرو زاریو، منتونو نه وروسته چې هغه نه په شا کېدله یوه ګرمه ګولۍ یې د‌ سینې منځ کې سړه شوې وه؛ کله چې‌ زینت غوښتل په لګېدلې مور ورټیټه شي یوه ګولۍ یې د‌ زړه په سر او بله یې په کیڼ اړخ کې خښه شوه او دوه قدمه وړانډې خپلې زړې مور ته مخامخ په کلکه ځمکه راړنګه شوه، لکه ځمکه چې په حرکت راغلې وي اوزه یې د‌‌ زېنت مخې ته وروستې ومه، هغه لا ژوندۍ وه، د سترګو تورو کسو یې ورو ورو خپل ځای سپینو ته پرېښود او زینت په کمزوري اواز همدا ويل چې: زه بد لمنې نه یمه.
د زینت ښي لاس د‌ هغې د زنې لاندې و او په مړاوو سترګو یې کله خپلې مړې مور او کله به یې خپلو کوچنيو ورېرونو ته کتل، هرڅه بې روحه وو، داسې حس کېدله لکه د قیامت شپیلۍ چې وهل شوي وي او نړۍ لوټه لوټه لمنځه ځي؛ د زینت سر د هغې له لاسه لاندې په وینو ککړې ځمکې ته راړنګ شو او په اخر ځل یې د ورور په ويلو روح له تنه والوت.
د دوو تنو (مور او لور) غبرګې جنازې قضأ مازدیګر په داسې حال کې چې پرته له يوې ښځې او دوو کوچنيو خپلوانو هلکانو، د کلي نارينه وو او ښځو د کلي هدېرې ته وروړې او دواړه مور او لور د تورو خاورو لاندې شوې.
درې اونۍ وروسته هرسهار وختي به زموږ له کوڅې يوه ځوانه ښځه چې زړه شکېدلې څادري به یې په سر وه، له کوڅې وتله او قضأ مازدیګر په داسې حال کې چې له سوال کولو څخه به ستړې ستومانه راستنه شوه، د زینت دوی په کور به ورننوتله.
په دې کور کې اوس درې تنه وو؛ د زینت نیم مړ ژواندی ورور، وریندار یې او اته کلن وراره یې هېواد چې خپل کشر ورور غورځنګ یې د کور په کرایه کې ترې دکور خاوند بېل کړی و.
” پای “

Comments are closed.

koi finance