The news is by your side.

عبدااللهیان: افغانستان ته د اوبو حق نه پرېږدو

خبریال وېبپاڼه: د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله خبر ورکړی، چې د هلمند له سینده، د ایران د حقابې اخیستلو لپاره ټول انتخابونه په میز پراته دي.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې عبداللهیان د دغه خبري اژانس خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د طالبانو د بهرنیو چارو د چارسنبالي وزیر ترمنځ ازبکستان کې په وروستیو خبرو کې، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې، هم د ایران د حقابې موضوع تعقیب شوې ده.

عبداللهیان وویل:«په تېر یو نیم کال کې د جمهور رئیس په جدي لارښوونو، د افغانستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر سره په خپلو ښکاره خبرو کې او همدا راز د افغانستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلي (کاظمي قمي) د پرلپسې تعقیب په لړ کې او همدا ډول د انرژۍ وزیر (محرابیان) هم د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې موضوع په جدي توګه تعقیب کړې ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې طالبانو د افغانستان «د پخواني حکومت د چارواکو برعکس» له دوی سره په خبرو کې، د ایران حقابه منلې او ټینګار یې پرې کړی.

دغه جګپوړی ایرانی ډیپلومات وايي، هېواد یې د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې د ترلاسه کولو لپاره، ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوي.

د هلمند له سینده د ایران د حقابې ترلاسه کول، له څه باندې دوو لسیزو راهیسې، د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې یوه جنجالي موضوع ده.

Comments are closed.