The news is by your side.

د دوحې ناسته د طالبانو له ګډون پرته پیلیږي

خبریال وېبپاڼه: نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په کوربه توب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته کېږي.
دغې ناستې ته پر کابل واکمن طالبان او د دوی هیڅ استازی نه دی وربلل شوی.
که څه هم د دې ناستې د اجنډا په اړه زیات جزیات نه دي ورکول شوي، خو ویل شوي چې په ناسته کې به د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت او دغه رازر پر نجونو او مېرمنو د لګېدلو بندیزونو د خلاصېدو په اړه خبرې وشي.
ناسته د تړلو دروازو ترشاه‌ پیلیږي، چې د افغانسان د ګاونډیو هېوادونو په شمول، د ګڼ شمېر هېوادونو استازو برخه اخیستې.
خو دا چې په دې ناستې کې به کومه پرېکړه او له طالبانو کومې غوښتني وشي، هغه پوښتنې دي چې لاهم بې ځوابه پاتي.
بل لورته د یادې ناستې له پیلیدو وړاندې په کابل کې یو شمېر مېرمنو د یو لاریون په ترڅ کې له نړیوالو غوښتي وو، چې د دوی غوښتنو ته پآم وکړي او طالبان په رسمیت ونه پېژني.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د پاکستان په استازولۍ حنا رباني کهر هم برخه اخیستي.
تر دې وړاندې یو شمېر ناستو ته یو شمېر افغان فعالانې او سیاسون ور بلل کېدل، خو دا ځل په کې د هیڅ افغان شتون نه لیدل کېږي.
په ورته مهال بیا یو شمېر افغانان له نړۍ‌والې ټولنې غواړي چې په دې ناسته کې پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو نجونو ته د زدکړو او مېرمنو ته د کار حقونه ورکړي.

Comments are closed.

koi finance