The news is by your side.

بشر حقونو کمېسیون: د زرمینې د وژنې په تړاو دې طالب مشران ځواب ووایي

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو له خوا په غور ولایت کې د زرمینې په نوم د یوې ځوانې ښځې له وژل کېدو څلور ورځې وروسته، د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د دغې پېښې په تړاو د دغې ډلې له مشرانو د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په غور کې د طالبانو د دوو جنګیالیو د ملا قدوس په ګډون چې د یوه طالب قومندان زوی دی امیندواره زرمینه په خپل کور کې په ډزو وژلې ده.

دغه کمیسیون ویلي: «دا وحشیانه عمل په داسې حال کې ترسره شوی، چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او په مکرر ډول یې هېوادوال د حجاب په نه اغوستلو او د نا مشروع اړیکو په شک په دُرو وهلي.»

په اعلامیه کې د زرمینې له کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې ویل شوي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا ډول «بشر ضد» کړنې او چلندونه مستند کوي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره په خپلو معاملو کې د بشري حقونو د سرغړونو د څرګندو بېلګو په توګه د طالبانو «بشر ضد» کړنې په پام کې ونیسي.

د راپورونو له مخې، د تېرې پنجشنبې په شپه دوه وسله وال طالبان د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په صد سیاه سیمه کې د ۲۵ کلنې زرمینې کور ته ننوتلي او د جنسي تېري هڅه یې کړې ده. خو کله چې زرمینه د طالب جنګیالیو غوښتنو ته غاړه نه ږدي، په ډزو وژل کیږي.

Comments are closed.

koi finance