The news is by your side.

ګوتریش: د دوحې د ناستې موخه د طالبانو په اړه ګډ تفاهم ته رسېدل دي

خبریال وېبپاڼه: هندي رسنیو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له قوله ویلي، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان په کوربه توب د دوحې ځانګړې غونډه له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه د نړیوالې ټولنې د ګډ تفاهم د ترلاسه کولو په موخه جوړه شوې وه.

د هند د دفاعي څېړنيزې ډلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه ګډ تفاهم به د بشري حقونو، ټول شموله حکومتوالۍ او له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په ګډون په مهمو برخو کې وي.

د هند دفاعي څېړنیزې ډلې دا مقاله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د دفتر له خوا د خپرې شوې یادداشت په حواله خپره کړې ده.

هند، چین، فرانسه، جرمني، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا، ازبکستان، اروپايي ټولنه او د اسلامي همکارۍ سازمان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې ګډونوال دي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې به د ۲۵ هېوادونو استازي په دوحه کې ګډون وکړي.

دا غونډه د تړلو دروازو تر شا په یوه نامعلوم ځای کې ترسره کیږي.

له غونډې شاوخوا یوه میاشت مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې هېواد یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډې ته په مثبت نظر ګوري.

Comments are closed.