ګوترېش: افغانستان سره مرستې د درېدو په حال کې دي
خبریال وېبپاڼه: د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو جوړه شوې دوه ورځنۍ ناسته تېر ماښام پای ته ورسېده.
له غونډې وروسته د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې دا ناسته د افغانستان او په ځانګړې ډول د افغان مېرمنو په اړه د یوې تګلارې رامنځته کېدو لپاره شوې وه.
هغه دا اوازې بې اساسه وبللې، چې ګواکې په دې ناسته کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه شوي.
ګوترېش په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې ۹۷ سلنه خلک له بې وزلۍ سره مخ دي او دا بشري بحران په نړۍ کې بې ساری دی.
هغه دغه راز زیاته کړې، اوس مهال له افغانستان سره مرستې د درېدو په حال کې دي او وضعیت د خرابېدو خواته روان دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر افغان مېرمنو لګېدلو بندیزونو ته په اشارې ویلي، هیڅ وخت به د افغان ښځو د حقونو او پر دوی د لګېدلو بندیزونو په اړه چوپ پاتې نه شي.
د ګوترېش په خبره، دیادې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ډېرېدو، نشهيي توکو پر قاچاق او د ټول شموله حکومت پر نشتوالي اندېښنه ښوودلې.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، که له طالبانو سره ورته د لیدو اړتیا پیدا شي، نو حتما به ورسره وویني، خو په خبره یې اوس یې وخت نه دی چې له یادې ډلې سره خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې په دې ناسته کې به دد وی د رسمیت پېژندنې په اړه بحثونه وشي.
Comments are closed.