The news is by your side.

شهباز شریف: عمران خان لوی درواغجن او فریبکار دی

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان درواغجن او فریبکار بللی او ویلي یې دي چې د هغه درواغ اوس ملت ته ښکاره شوي دي.

شریف دغه څرګندونې لندن کې
له رسنیو سره په مرکه کې وکړې.

د پاکستان د لومړي وزیر په وینا، هغه توطیه چې تحریک انصاف د ده د واکمنۍ پر مهال د ده پر ضد راپورته کړې وه، د دروغو پر بنسټ ولاړه وه.

هغه څرګنده کړه: “په نیوزیلینډ او نورو هیوادونو کې زما په وړاندې د شواهدو راټولولو هڅې وشوې، مګر دوی هیڅ شی ثابت نه کړ. “په دې قضیه کې زما بریا د ټول پاکستان بریا ده.”

شهباز شریف زیاته کړې، عمران خان د ده پر ضد هر ډول تاکتیک کارولی خو ناکام شوی دی.

تر دې مخکې شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دروغجن او دوکه ورکوونکی بللی و او ویلي یې وو چې د عمران خان سیاستونو د هېواد اقتصاد ویجاړ کړی دی.

عمران خان چې د پاکستان د کرکټ یو له مشهورو لوبغاړو څخه و، په ۲۰۱۸ کال کې لومړی وزیر شو.

د هغه د واک پر مهال پاکستان له سخت اقتصادي بحران او د بودیجې له کمښت سره مخ شو او بهرني پورونه یې په چټکۍ سره زیات شول.

په ۲۰۲۲ کې عمران خان په پارلمان کې د نه باور رایې په واسطه د لومړي وزیر له څوکۍ لرې شو او د پاکستان مسلم لیګ مشر شهباز شریف یې ځای خپل کړ.

خو عمران خان دغه رایه ونه منله او د هغه د لرې کولو بهیر یې غیر قانوني وباله.

له هغه وخت راهیسې عمران خان د شهباز شریف د حکومت پر ضد څو لویې مظاهرې تنظیم کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ د عمران خان د ګوند اصلي غوښتنه د ملي پارلمان او نورو ایالتي پارلمانونو سمدستي لغوه کول دي، څو په پاکستان کې وختي ټاکنو ته لاره پرانیزي؛ خو د پاکستان د حکومت استازو په داسې حال کې چې له وخت مخکې د ملي پارلمان له منحل کېدو سره مخالفت ښودلی، وړاندیز کړی چې د جون په میاشت کې د نوي مالي کال د بودیجې له وړاندې کولو وروسته ممکن د پارلمان منحل شي.

Comments are closed.

koi finance