The news is by your side.

سوریې یو وار بیا د عرب لیګ غړیتوب ترلاسه کړ

خبریال وېبپاڼه: له شاوخوا دوولس کاله ځنډ وروسته؛ سوریې هېواد یو وار بیا د عرب لیګ هېوادونو غړیتوب تر لاسه کړ.
تېره ورځ د عرب لیګ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مصر په پایتخت قاهره کې د یوې غونډې په ترڅ کې له عرب لیګ هېوادونو سره د سوریې یوځای کېدو ته په غوڅ اکثریت مثبته رایه کارولې.
دغو هېوادونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د سوریې ستونزې په تدریجي ډول د هوارېدو وړ دی او په دې برخه کې به لومړی ګام د عرب لیګ په غونډو کې د سوریې ګډون وي.
په اعلامیه کې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ شوی او له دغه هېواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې.
سوریه په ۲۰۱۱ کال کې د خپل منځي شخړو له کبله د یادو هېوادونو له سازمان څخه څنډې ته شوه؛ خو د سعودي هېواد د دوه میاشتو پرلپسې هڅو وروسته یې تېره ورځ یو وار بیا د عرب لیګ هېوادونو غړیتوب ترلاسه کړ.
په پام کې ده چې د دغو هېوادونو راتلونکې ناسته روانه میاشت په ریاض کې وشي، چې سوریه به هم په کې له شاوخوا ۱۲ کاله ځنډ وروسته برخه ولري.

Comments are closed.

koi finance