The news is by your side.

یوناما: تېرو ۶ میاشتو کې ۳۳۴ تنه د طالبانو له خوا فزیکي مجازات شوي

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستندویه پلاوي (یوناما) په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا ۳۳۴ تورن کسان په فزیکي توګه مجازات شوي دي.

یوناما نن د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د طالبانو لخوا د جسمي مجازاتو او اعدامونو د تطبیق په اړه مفصل راپور خپور کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوي ویلي، چې په دغه راپور کې د هېواد د کورنیو قوانینو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې د جسمي مجازاتو او د مرګ د سزا بېلګې مستند شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او ۲ هلکان د طالبانو د محکمو له خوا فزیکی سزاګانې ورکړل شوي او وهل ټکول شوی دي.

په یوناما کې د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر وویل: “جسمي مجازات د شکنجې ضد کنوانسیون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي.” “ملګري ملتونه د اعدام له سزا سره په کلکه مخالفت کوي او طالبان هڅوي چې د اعدام پر سمدستي بندیز ولګوي.”

د طالبانو لخوا د جسمي مجازاتو او اعدامونو په اړه په نوي چمتو شوي راپور کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د یوناما پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اسلامي احکامو سره سم عمل کول مکلف دي او په اسلامي قوانینو کې د قصدي قتل سزا قصاص ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو په زندانونو کې د جبري اعترافونو د ترلاسه کولو په موخه د تورنو کسانو د شکنجو، ګواښونو او سپکاوي مستند او معتبر راپورونه خپاره شوي دي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تورنو کسانو د اقرار اخیستلو له دې طریقې سره مخالفت ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دا کار په شرعي لحاظ جواز نه لري.

په داسې حال کې چې یوناما په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جسمي مجازات د نړیوالو قوانینو په رڼا کې مستند کړي دي، دغې ډلې د دغه هېواد تر واک تر لاسه کولو وروسته په عام محضر کې جسمي مجازات او د اعدام سزا بېرته ورکړې ده.

داسې سزا چې د افغانستان د اتباعو او نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مخ شوې او په کلکه غندل شوې ده.

Comments are closed.

koi finance