The news is by your side.

مڼه مو له کومو وژونکو ناروغیو ژغوري؟

خبریال وېبپاڼه: مڼه ډیرې روغتیايي ګټې لري ليکنه پوره ولولئ ترڅو پوره پوه شئ.

۱: د مڼې اوبه د پوستکي د ښکلا لپاره، او د پوستکي د ګونځو په له منځه وړلو کې ډېرې ګټورې دي، د دې کار له پاره د یوې تازه مڼې اوبه را واخلئ، او د خپلې غاړې او مخ په پوستکي یې وموښئ.

۲: د مڼې خوراک د هغو کسانو لپاره هم ډېر ګټور دی، چې د شکر ناروغۍ لري، ځکه چې د وینې د خوږو کچه نه لوړوي.

۳: هغه څوک چې فزیکي کار نه کوي او پر ځای ناست وي، د هغه له پاره د مڼې خوراک ډېر اړین او ګټور دی.

۴: مڼې د بد هضمۍ لپاره تر ټولو ښه او اغېزمن درمل دي.

۵: مڼه په ډېره پیمانه کلسیم لري، چې د هډوکو او غاښونو په سالم ساتلو کې مرسته کوي.

۶: څوک چې ډېر تږی کېږي د هغه لپاره تروه مڼه ډیره ښه ده.

۷: هغه کسان چې غواړي ډنګر شي، نو هرومرو دې مڼه له پوستکي سره وخوري .

۸: تر نورو خوړو مخکې د مڼې خوراک اورۍ قوي کوي.

۹: مڼه اشتها ډېروي.

۱۰: مڼه نس ناستی له منځه وړي.

۱۱: د مڼې مربا ټوخی له منځه وړي او غږ صافوي.

۱۲: د مڼې خوټېدلې اوبه د معدې او سږو د ناروغیو له پاره ګټورې دي.

۱۳: مڼه باید اومه ونه خوړل شي، ځکه دماغ ناتوانه کوي او حافظه کمزورې کوي.

۱۴: مڼه د صفرا کڅوړه او د پښتورګو د تیږو په حل کې مهم رول لري.

۱۵: تروه مڼه قبضیت لري او د کانګو ( استفراق ) حالت له منځه وړي.

د یادونې وړ ده، چې په مڼه کې شته ویټامینونه او نور مواد د هغې په پوستکي کې ډير دي، نو هغه کسان چې د مڼې پوستکی هضمولی شي؛ نو غوره ده چې مڼه له پوستکي سره وخوري. او که بیا هم غواړي پوستکي یې لرې کړي نو ښه به وي، چې ډير نازک یې لرې کړي.

Comments are closed.

koi finance