The news is by your side.

ټي ټي پي په سیند او پنجاب کې پر ولسي ځایونو د برید ګواښ کړی

خبریال ویب پاڼه/ د تحریک طالبان پاکستان ډلې. ګواښ کړی که طالبان او پاکستان ددوی خلاف استخباراتي‌عملیات زیات کړي دوی به په سیند او پنجاب کې پر ولسي ځایونو بریدونه وکړي.‌

افغان خبریال میرویس افغان پر خپله ایکس(ټویټر) پاڼه د ټي ټي پي مجاهدینو دا خبرداری خپور کړی دی.‌
ښاغلی افغان لیکي چې:
« ټي ټي پي مجاهدین وایي که لږ نور فشار پرې زیات شو په پنجاب او سیند ایالتونو کې به پبلک ځایونه په نښه کړي.

د ټي ټي پي یو مخکښ قوماندان راته و منل چې طالبانو د پاکستان په سپارښتنه دوی ته ویلي چې پر پاکستاني پوځیانو دې بریدونه نه کوي.

سر چینه وایي چې طالبان او پاکستانیان یوې هوکړي ته رسېدلي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي خلاف استخباراتي عملیات وکړي.

ټي ټي پي مجاهدین وایي که چېرته پاکستان پلوي طالب چارواکي د ټي ټي پي خلاف خپله پالیسي بدله نه کړي ښایي د ټي ټي پي ځیني توندلاري مجاهدین دداعش خراسان ډلې سره یو ځای شي.

دا لمړی ځل دی چې ټي ټي پي د طالب چارواکو نه شکایت وکړ.
سرچینه وایي چې مشران یې د نوې پالیسي په جوړولو بوخت دي؛ او نوې پالیسي ښایي تر اوسنۍ ډېره خطرناکه وي.»

د یادولو وړده چې دې وروستیو کې په کندهار کې د طالبانو مشرتابه پرېکړه کړې چې له پاکستان سره به خپلې اړیکي‌رغوي او تر ډېره بریده به هڅه کوي‌چې ټي ټي مهار کړي.
داسي‌خبرونه هم تر لاسه شوي چې طالبانو د کندهار تر غونډه وروسته ۱۵ د ټي ټي پي‌مجاهدین نیولي دي.‌

ټي ټي پي مجاهدین په پاکستان کې د یوه شرعي نظام غوښتونکي‌ دي او هڅه کوي‌چې هلته هم شرعیت پلی شي. 
دوی له طالبانو سره د افغانستان د جمهوري نظام په ړنګولو کې تر ډېره بریده مرسته کړې او اوس په پا کستان کې د شرعي نظام د را وستلو لپاره د طالبانو د مرستې غوښتونکي‌دي.‌‌

Comments are closed.

koi finance