The news is by your side.

بایډن: که له افغانستان لږ ګواښ هم راپېښ شو؛ نو پوځي اقدام کوم

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، ځواکونه یې چمتو دي چې له افغانستان څخه په سیمه کې د رامنځته شوي خطر په اړه غبرګون وښيي.
هغه کانګریس ته په یو لیک کې لیکلي، چې د دوی ځواکونه له افغانستان څخه بهر په ګڼو سیمو کې میشت دي او یوازې همدې ته منتظر دي، چې که له افغانستان څخه کوم ګواښ پېښ شو؛ نو دوی به سمدستي پوځي اقدام وکړي.
بایډن ویلي، اوس نه شي کولای چې له افغانستان څخه بهر په سیمه کې د خپلو ځواکونو د ځای او شمېر په اړه څه و وايي.
جوبایډن په خپل لیک کې د عربستان په ټاپووزمه، اردن، لبنان، ترکیې، سوېلي افریقا، کیوبا او فیلیپین کې د امریکا د پوځ د ځای پر ځای کېدو یادونه هم کړې ده.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت ویلي وو، چې په منځني ختیځ کې د دوی پر ځواکونو بریدونه په زیاتېدو دي او هر هغه سرچینې به وچې کړي، چې له مخې یې دوی ته ګواښ پېښیږي.
که څه هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو دوه کالو څخه زیاته موده کېږي، خو لاهم واشنګټن وېره لري چې د افغانستان له خاورې څخه به پرې بریدونه وشي.
پنټاګون اوس هم ډېری وخت د افغانستان پر فضا څارګرې الوتنې کوي، چې طالبانو یې څو ځله د درېدو غوښتنه کړې؛ خو امریکا ورته چندان غوږ نه دی نیولی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي جنرالانو ویلي چې له افغانستان څخه د پېښېدونکو ګواښونو په اړه به پوځي اقدام وکړي.

Comments are closed.

koi finance