The news is by your side.

حکمتیار: طالبانو ته د امریکا حوصله تنګه شوې

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې طالبانو ته د ا مریکا حوصله تنګه شوې.
هغه د خپل حزب پلویانو ته په یوه انلاین غونډّ کې ویلي چې امریکا غواړي پر طالبانو ټول شموله حکومت ومني او د هغو خلکو نومونه یې هم ورسپارلي چې په دغه حکومت کې برخه وال دي.
د حکمتیار په خبره، طالبانو سره د امریکا چلند تغییر شوی او لهجه یې هم د پخوا په څېر نرمه نه ده.
نوموړي ویلي، امریکا طالبانو ته ګواښ کړی، چې که شرایط یې ونه مني، نو د دوی د مخالفینو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
هغه امریکا، روسیې او ناروې کې د طالبانو پر ضد څېرو وروستیو غونډو ته په اشارې ویلي، داسې ښکاري چې د دې ټولو تر شا څه شته او امریکا د یوې نوې لوبې په لټه کې دی.
ګلبدین حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تازه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټآم ویسټ د سیمې هېوادونو په سفر وتلی او همدا نن یې هم د پاکستان له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په تاجکستان، روسیې، ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو کې د طالبانو ضد غونډې جوړې شوې دي.

Comments are closed.

koi finance