The news is by your side.

اسیا جام؛ له ۱۹ کلونو کم عمره افغان لوبډلې له هند ماتې وخوړه

خبریال وېبپاڼه: د ا فغانستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام په لومړۍ سیالۍ کې له هند څخه ماتې وخوړه.
په دې لوبه کې پچه د هند له ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وه.
افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له اړخه جمشید ځدران تر نورو زیاتې ۴۳ منډې وکړې.
هندۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۸ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د هند لپاره « ارشین کولکرني» ۷۰ او « مشیر خان» ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افغان لوبډله به تر دې وروسته د راتلونکې یکشنې په ورځ خپله دویمه لوبه له نیپال سره کوي.
د یادونې ده چې که ۱۹ کلونو څخه کم عمره افغان لوبډله له پاکستان او نیپال څخه خپلې راتلونکې سیالۍ وګټي؛ نو د روان جام نیمه پای لوبې ته به لار ومومي.

Comments are closed.

koi finance