The news is by your side.

له خوړو وروسته د حمام کولو روغتیايي زیانونه

خبریال وېبپاڼه: ډیری وخت زموږ په ورځني ژوند کې داسې عادتونه تعقیبوو چې موږ پرې نه پوهیږو چې دا زموږ بدن ته څومره زیان رسوي، یو له دغو زیان رسوونکو عادتونو څخه د خوړو وروسته سمدلاسه حمام یا غسل کول دي.

زموږ مشران ډیری وخت موږ له دې منع کوي چې د خوړو ورسته سمدلاسه مه لامبۍ خو اوس ساینس هم وايي، چې د خوړو وروسته سمدلاسه غسل مه کوئ ځکه دا هاضمي ستونزې پیدا کوي.

په حقیقت کې کله چې موږ خواړه وخورو نو د معدې په شاوخوا کې د وینې جریان زیاتیږي کوم سره چې د هضمولو عملیه اسانه کوي مګر کله چې موږ سمدلاسه حمام کوو نو د وینې جریان کمزوری کیږي نو هاضمي عملیه په ټپه ودریږي.

د حمام په کولو سره زموږ د بدن حرارت درجه هم ټیټیږي او کله چې د بدن تودوخې درجه نورمال حالت ته راځي د بدن نور غړي په ځانګړي توګه زړه باید هضمي پروسې بیا پیل لپاره وینې پمپ تېز کړي نو دا بیا اضافي کار ته ضرورت لري.

د هاضمي پروسې د دریدو سره ټول بدن کې تېزابیت اندازه لوړیږي، دداسې خطرناک حالت څخه د ژغورنې لپاره نن ورځ طب پوهان وايي، چې تاسو لومړی حمام وکړۍ او بیا خوراک وکړي دې سره به مو بدن ښایسته او تازه وي.

Comments are closed.

koi finance