The news is by your side.

اروایي فشار یا سټرس څنګه باید له منځه یوسئ؟

خبریال وېبپاڼه: لاندې تګلارې له تاسو سره مرسته کوي، چې خپل اروایي فشار (سټرس) په بیړنۍ توګه او په شېبه کې ودروﺉ:

١ـــ د اروایي فشار زېږونکي ځای یا موقعیت په اړه له خبرو کولو او یا پر وړاندې یې له غبرګون ښودلو مخکې له یو څخه تر لس شمېرې پورې وشمېرﺉ.
٢ـــ تر هغه وخته څو آرامه او ژورې ساه ګانې وباسﺉ، چې احساس وکړﺉ بدن مو آرام او هوسا شوی.
٣ـــ لږ قدم ووهﺉ، که دا قدم وهل مو له کاري مېز څخه د کار ځای تر انګړه وي، دا قدم وهل د دې سبب ګرځي، چې دننه په بدن کې مو ګډوډي ودرېږي او تاسو ته د فکر کولو فرصت در کوي.
٤ـــ د خپل ځان لپاره د مډیټېشن او یا دعا کولو یوه تګلاره پیدا کړﺉ، چې ډېر وخت ته اړتیا ونه لري، ترڅو ستاسو د نظر له پراختیا سره مرسته وکړي.
٥ـــ که ځای یا موقعیت مو بیړنی یا فوري نه دی، ویده شﺉ او سبا سهار د اروایي فشار زېږونکي موقعیت په اړه غبرګون ښکاره کړﺉ، دا چاره په ځانګړې توګه د اروایي فشار زېږونکو برېښنا لیکونو او د ټولنیزو رسنیو د بوختیاوو لپاره ګټوره ده.
٦ـــ د یوې مودې لپاره اروایي فشار زېږونکي وضعیت څخه لیرې شﺉ او د اوضاع له آرامه کېدو وروسته، د تصمیم نیونې او غبرګون لپاره بېرته را وګرځﺉ.
٧ـــ سترې ستونزې په کوچنیو برخو باندې ووېشﺉ، پر ځای د دې چې هڅه وکړﺉ، هر څه په یو وار لیرې کړﺉ، ګام پر ګام یې ترسره کړﺉ.
٨ـــ د قرآن عظیم الشان تلاوت او د طبیعت غږ ته غوږ ونیسﺉ او یا هم الهام بښونکو شعرونو ته غوږ ونیسﺉ.
٩ـــ له هغو کسانو سره ناسته پاسته وکړﺉ، چې ورسره مینه لرﺉ، له کورنیو حیواناتو سره اړیکه ټینګه کړﺉ او یا هم له بېوزله کسانو سره مرسته وکړﺉ، ترڅو له هغوی څخه ښه احساس تر لاسه کړﺉ.
١٠ـــ ورزش وکړﺉ او یا خپل فزیکي فعالیت زیات کړﺉ، ورزش د اروایي فشار د له منځه وړلو لپاره یوه ښه تګلاره ده.
کله چې اروایي فشار په تاسو کې یو بد احساس را منځته کوي، حتا خپل لس تر پنځلس دقیقو پورې خپل وخت، هغو فعالیتونو ته ځانګړی کړﺉ، چې د دې سبب شي، چې ښه احساس ولرﺉ.
لاندې په ځینو فعالیتونو باندې رڼا اچول کېږي، چې د اروایي فشار دکنټرول لپاره ګټور دي:
ـــ هنري فعالیتونه ترسره کړﺉ، لکه رنګول، طراحي کول، نقاشي کول او داسې نور …
ـــ په ښو خاطراتو باندې د تمرکز کولو لپاره د انځورونو البوم وګورﺉ او یا د خپلو خاطراتو په کتابچه باندې مرور وکړﺉ.
ـــ لنډه کیسه یا مجله ولولﺉ.
ـــ له خپل یوه دوست سره د لیدو کاتو ژمنه وکړﺉ، له یو بل سره قهوه وڅښﺉ او یا هم خواړه وخورﺉ.
ـــ له ماشومانو یا کورنیو حیواناتو سره لوبې وکړﺉ.
ـــ په طبیعت کې قدم ووهﺉ.
ـــ په تودو اوبو ولامبﺉ.
ـــ وخت مو په بڼوالۍ او یا له شنو بوټو څخه په ساتنه باندې تېر کړﺉ او یا دغه راز د خپل کور په بیا رغونه او ښکلا باندې وخت تېر کړﺉ.
ـــ بایسکل ځغلونه وکړﺉ.

ژباړه: عطا محمد میاخېل

Comments are closed.

koi finance