The news is by your side.

هند کې یوې نجلۍ د خسرګنۍ د زیات ولور له امله ځان وژلی

خبریال وېبپاڼه: د هند په کیراله ایالت کې یوې ډاکټرې له دې امله ځان وژنه کړې، چې خسرګنۍ یې ترې زیات جهیز/ ولور غوښتلو.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، “۲۶ کلنې ډاکټرې شاهانې پلار دوه کاله وړاندې مړ شوی و او دې غوښتل چې د ډاکټر رویس په نوم یو تن سره د خپلې خوښې واده وکړي؛ خو خسرګنۍ یې ترې ۱۵۰ تولې سره زر، ۱۵ جریبه زمکه او یو ګرانبیه موټر په ولور کې غوښتی و.

د یادونې ده، چې هند کې دا رواج خورا عام دی او ګڼ خلک ترې سر ټکوي چې د واده پېغله خپل خاوند ته ولور/ جهیز ورکوي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance