The news is by your side.

راتلونکو شپږو میاشتو کې به زرګونه سړې خونې جوړې شي

خبریال وېب پاڼه/ کرنې وزارت وایي، په راتلونکې شپږو میاشتو زرګونه سړنې خونې جوړیږي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي ټاکل شوې چې په زرګونه د ممیزو، پیاز او کچالو او د صفر مېوو انرژۍ سړې خونې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړې شي.

همدارنګه، د کرنیزو محصولاتو مدیریت اضطراري طرحې قالب کې د صادراتو د نشتوالي په صورت کې به د مېوو وچونکي دستګاوې وویشل شي او یو څه تازه میوې او سبزیجات به په لویو فابریکو کې پروسس شي.

د دې پروژو په پلي کولو سره، شاوخوا ۵۰ سلنه تازه سبزیجات او مېوې لکه انګور، انار، مڼې، زردالو، پیاز او کچالو چې مخکې صادر کیدې اوس به خوندي او د خرابېدو مخه یې ونیول شي.

حکومت د کرنې وزارت ته اړینه بودیجه چمتو کړي او د دې پروژو د رغونې کار به سبا د پراختیايي شورا لخوا په رسمي ډول پیل شي یاد وزارت څه موده مخکې ویلي و، چې د بغلان د پستو حاصلات به سږ کال دوه برابره شي.

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي چې د وړاندوینو له مخې او د پستې ونو لپاره د مناسب اقلیم له امله به د دې مېوې حاصلات د تېر کال په پرتله سږ کال دوه برابره شي.

د بغلان ولایت د کرنې رییس عبدالغیاث صدیقی وايي چې په دې ولایت کې په ټولیزه توګه، ۳۸ زره هکتاره طبیعي ځنګل شتون لري چې له دې جملې څخه ۲۳ زره هکتاره يي د پستې باغونه دي.

دغه پستې د بغلان مرکزي بغلان، دوشي، پلخمري، دهنه غوري او نهرین ولسوالیو کې شتون لري
تېر کال د پستې حاصلاتو د دغه ولایت په هغو ٣٣ ولسوالیو کې چې د پستې تولید يې درلوده ۳۳۴ ټنو ته رسېدو او سږکال به د بغلان ولایت د دوامداره اوروښتونو له امله د پستې حاصلات دوه برابره شي، په دې سیمو کې به د پستې څخه، ځایي خلک، په ځانګړې توګه بې کوره او لږ عاید لرونکي خلک ګټه پورته کوي.

د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې په ټولیزه توګه د دې طرحې په تطبیق کې ۶۰ زره او ۳۰۹ کسانو ته تلپاتې دندې او د پروژو په پلي کولو کې ۱۹۱ زره او ۶۷۰ کسانو ته لنډ مهالې دندې برابریږي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې پر بزګرانو او بڼوالو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشل د دې طرحې نورې برخې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.