کندوز کې د کرونا ویروس د آزمایښت خونې نشتوالی
خبریال وېب پاڼه/ کندوز کې په کرونا ویروس د شکمنو کسانو لپاره د آزمایښت خونې د نشتوالي په اړه اندیښنې.
د کندوز ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي د آزمایښت خونې او روغتیایي توکو نشتون د کندوز خلکو له ننګونو څخه دي.
د کندوز د ولایتي شورا یو شمېر غړي او د مدني ټولنې فعالان دغه ولایت کې په کرونا ویروس د اخته شکمنو کسانو لپاره د آزمایښت ځای او روغتیایي توکو نشتون له امله اندېښمن دي.
هغوی وایي چې دغه ولایت کې یو شمېر ډاکټران په کوویډ١٩ ناروغۍ اخته شوي، چې دغه چاره روغو کسانو ته د ویروس د لېږدول کېدو لامل شوې.
دوی ټينګار کوي او وايي د کندوز حوزوي روغتون هغه ډاکتران چې په کرونا ويروس اخته شوي بايد قرنطين شي.
د کندوز کوویډ١٩ روغتون مشر ذبیحالله مجیدی هم ټينګار کوي چې له روغتيايي امکاناتو سره مخامخ يوو.
کندوز کې د کرونا ويروس ته د ځانګړي شوي روغتون مسؤولينو ويلي چې تر دې مهاله په دې ولايت کې د حوزوي روغتون د ۱۹ ډاکترانو په شمول ۳۸ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي.
د کرونا ویروس یا کوویډ١٩ مثبتې پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، په هم مهاله توګه د ګرځبندیز او محدودیتونو سره ډېر شمېر بې وزله هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.