The news is by your side.

په لمړي ځل د تېر افغان جمهوریت دوه چارواکي د امریکا تور لیست کې

خبریال وېب پاڼهد امریکا خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر «OFAC» د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني په پراخ فساد تورن او تحریم کړل.

دا لمړی ځل دی چې د افغان ړنګ شوي جمهوریت دوه لوړرتبه کسان د امریکا متحده ایالاتو له لوري په فساد تورنېږي.‌

د او ایف اې سي په اعلاميه کې د مير رحمان او اجمل رحماني د فساد او سياسي سرغړونو يادونه شوې، چې په کې افغان پوځ ته په لوړه بیه د تېلوپلورل، د ماليې د نه ورکړې او د افغانستان پارلمان ریاست ته د ټاکل کیدو لپاره د بډو یا ریشتوت ورکول پکې شامل دي.

د افغان پوځ نه د تیلو غلا؛ د تیلو د بیو لوړول؛ په ناقانونه توګه د تیلو د نورو شرکتونو مخنیوی؛ پارلمان ته د اجمل رحماني د تګ په تړاو د انتخاباتو کمېسیون ته ریشوت ورکول او په پیسو د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ اخیستل هغه تورونه دي چې د رحمانیانو پر کورنیو لګېدلي دي.‌

رحمانیان

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې رحمانیانو ځینو پوځي چارواکو ته د بډو یا ریشوت په ورکولو سره یوازي په یو کال کې ۱۱ میلیونه لیټره تیل پوځ ته نه دي رسولي. 

د رحماني شرکتونه تورن دي چې د ګمرکي معافیت څخه پهاستفاد

ې یې په میلیونونو لیټره تېل افغانستان ته وارد کړي چې د ناټو ځواکونو لپاره ځانګړي شوي وو اومیلیونونه ډالره دولتي عواید یې لوټ کړي دي.“

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وايي چېپارلمان ته د بډې ورکولو وروسته، رحماني او د هغه زوی د خپل فاسد تجارتي سیسټم د ساتنې لپاره خپل موقفونه کارولي.”

میر رحمان رحماني د افغانستان د «ولسي جرګې د رییس په توګه د ټاکلو لپاره د ولسي جرګې څو غړو ته په میلیونونو ډالر رشوت» ورکړ.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، میر رحمان او اجمل رحماني په جرمني، قبرس، متحده عربي اماراتو، هالنډ او بلجیم کې د ۴۴ شرکتونو شبکه پرانیستې ده.

دغه وزارت ویلي، دغه شرکتونه د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل شوي او په دغه هېواد کې یې شتمنۍ کنګل شوې دي.

پر رحمانیانو د د فساد د تورونو د لګېدلو وروسته او د امریکا د خزانې وزارت په تور لیست کې ددوی د شاملولو سره هم مهاله د افغانستان د تېر جمهوري نظام په اکثره هغو چارواکو غوغا ګډه شوې ده چې په فساد تورن وو.‌

د خواله رسنیو ځیني کارنان او د واتسپ ګروپونو ځیني کارونکي د امریکا د متحده ایالاتو غوښتنه کوي چې د بندیزونو لیست ته دي د ټولو افغان فاسدو چارواکو قضیې ور شریکي کړي؛ ډېری افغانان غوښتنه کوي چې د امنیت شورا پر ریس حمدالله محب او د چارو د ادارې پر ریس محمود فضلي هم د پراخ فساد او لویو قراردادونو کې د غلا غدیو تورونه دي چې باید د امریکا تحده ایالاتو تور لیست ته ور اضافه شي او شتمنۍ یې کنګل شي. 

ځواب ورته ورکړئ‌