fbpx

ممبيي د څلورم ځل لپاره د ای پي ایل لیګ اتلولي وګټله

د هند غوره لیګ د دولسم پړاو (ای پی ایل) سیالۍ چې د مارچ پر ( ۲۳ ) مه نېټه پیل شوی و نن د مۍ پر دولسمه نېټه د ممبيي انډینز په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

یا ده پای لوبه چې نن ماښام په حیدر اباد کې پیل شوې وه څو شېبې وړاندې پای ته ورسېده په دې سیالۍ کې پچه ممبيی انډینز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه ممبيی په ټاکلو شل اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره د (۱۵۰) منډو هدف چینای ته وټاکه.

د ممبيي انډینز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کوینټن ډیکوک( ۲۹) منډې، ایشن کېشن (۲۳) هارډیک پنډیا( ۱۶) او په وروستیو کې چټکه توپ وهنه کیرون پولارډ ترسره کړه نوموړي د دریو شپږیزو او دریو څلوریزو پر مټ( ۴۱)
منډې جوړې کړې.

د چینای سوپر کینګز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې چاهار درې لوبغاړي تنکور دوه لوبغاړي او عمران طاهر هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

چینای د یاد هدف په پوره کولو کې د لوبې په وروستي اور او په وروستنی توپ پاتې راغله دوی په ټاکل شویو شل اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۴۸) منډې جوړې کړې او سیالي یې پر یوه منډه ممبیي انډینز ته وبایلله.

د چینای سوپر کینګز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې شین واټسن جوړې کړې نوموړی تر وروستیو ودرید او په (۸۰) منډو باندې رن اوټ شو دغه راز ډوپلېسس هم( ۲۶) منډې جوړې کړې.

د ممبیي انډینز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو بریالۍ توپ اچونه جسپریټ بومرا ترسره کړه نوموړي په څلور اورونو کې( ۱۴) منډې ورکړي او دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

د سږني دولسم پړاو ای پي ایل اتلولي په یوه منډه ممبيي وګټله.

ممبي تر دې وړاندې د (۲۰۱۳)( ۲۰۱۵) او (۲۰۱۷)م کلونو اتلولي ګټلې وې چې دایې څلورم ځل شو.

په دې لیګ کې د ممبي انډینز او چینای سوپر کینګز په ګډون( ۶ )نورې لوبډلې حیدرآباد، ډهلي کپيټلز، راجستان رویالز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې برخه والې وې.

Loading...